امریکا له ایران سره پوځي همکاري "لیرې" وبلله

د انځور حقوق AP
Image caption ایران د اسلامي دولت سني ډلې ته د یوه لوی ګواښ په سترګه ګوري.

د امریکا متحده ایالتونه وايي، په عراق کې د اسلامي دولت د جنګیالیو پروړاندې له ایران سره د هېڅ راز پوځي همګارۍ لپاره چمتووالی یا هوډ نه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، واشنګټن "له ایران سره هېڅ راز استخباراتي مالومات نه شریکوي".

وړاندې ځینو ایراني سرچینو بي بي سي ته ویلي وو، چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنئي د هېواد له یوه لوړپوړي پوځي مشر نه له امریکايي لوري سره د اړیکې نیولو غوښتنه کړې وه.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور رد او بې بنسټه وباله.

ایران له امریکا سره په عراق کې، چې د عراق حکومت د ایران پلوي کوي- د امریکا د مداخلې مخالفت کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا هارف ویلي " له ایران سره پوځي چارې نه همغږې کوو او نه هم استخباراتي مالومات ورسره شریکوو."

دا زیاتوي "طبیعي ده چې موږ له دوی سره د پخوا په شان معاملې ته چمتو یو، په تېره بیا په افغانستان کې، خو په ګډه کار ورسره کولو ته چمتو نه یو."

وړاندې ایراني سرچینو ویلي وو، چې خامنئي د القدس کنډک جنګیالیو مشر جنرال قاسم سلیماني ته ویلي وو، چې له هغو ډلو سره د ګډ کار کولو لپاره چمتووالی ونیسي، چې له اسلامي دولت سره جنګېږي، چې په دغو ډلو کې امریکا هم راځي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ایران د اسلامي دولت سني ډلې ته د یوه لوی ګواښ په سترګه ګوري.

تېره میاشت، امریکا او د شیعه ګانو ملېشو او د کردي پیشمرګه ځواکونو د اسلامي دولت پر ځینو مرکزونو بمباري وکړه، چې په پایله کې یې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د امرلي ښار کلابندي ماته شوه.

په وروستیو میاشتو کې اسلامي دولت د عراق ځینې شمالي او لوېدیځې او د سوریې ختیځې سیمې نیولې دي.

په تېر اګست کې وروسته تر امریکا د اسلامي دولت ځینې مرکزونه بمباري کړل، چې دغې ډلې د عراق ځینې شمالي ښارونه ونیول.

د اسلامي دولت ډلې ډله ییزې وژنې وکړې او د عراقي لږکي وګړي یې له خپلو مېو وایستل، او له دوو امریکايي خبریالانو یې سرونه غوڅ کړل، چېپه نړیواله کچه یې پروړاندې غبرګونونه لرل.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ایران او امریکا ترمنځ اړیکي د ۱۹۷۹ کال له اسلامي کودتا وروسته ترینګلي شول.

د امریکا متحدو ایالتونو له ایران سره وروسته تر هغه دیپلومات اړیکي غوڅ کړل، چې ایراني محصلینو په تهران کې د امریکا د سفارت ودانۍ ونیوه او ۵۲ کسان یې پکې یرغمل کړل.

ورته مطالب