اوکراین کې اوربند دوام لري

د انځور حقوق reuters
Image caption داسې برېښي چې د جمعې په ورځ د اوکراین په ختیځ کې لګېدلی اوربند دوام لري.

د روسیې او اوکراین ولسمشرانو، پېترو پاراشېنکو او ولاديمیر پوتین منلې چې د اوکراین په ختیځ کې اوربند دوام لري. اوربند د جمعې په ورځ اعلان شو.

د اوکراین ولسمشر پیترو پاراشېنکو وویل، له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې خبرې کړې او د جمعې د ورځې د اوربند د دوام په اړه یې بحث ور سره کړی دی.

پر دې اوربند د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې هوکړه وشوه.

داسې بریښي چې د جمعې د ورځې لګېدلی اوربند لا هم روان دی او د دواړو له لوري د ډ‌زو رپوټونه ورکړل شوي دي.

تر اپرېل راهیسې چې په اوکراین کې شخړه پیل شو او روسیي پلوو یاغیانو بریدونه پیل کړل، تر اوسه ۲۶۰۰ تنه وژل شوي دي.

روسیې لو کړې چې که په اوکراین کې یې د عملونو په اړه اروپايي ټولنه بندیزونه پرې ولګوي، نو غبرګونه به وښيي. داسې بريښي چې په اوربند کې اوربند نه دی مات شوی.

اروپايي ټولنه وایي د دوشنبې په ورځ به پر نورو روسیي سوداګرو نور بندیزونه ولګوي خو که روسیې له اوکرایینه پوځي ځواکونه وباسي او اوربند مراعت کړي نو بندیزونه به بېرته لرې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزرات وایي که د اروپايي ټولنې له خوا پر دوی نوي بندیزونه ولګېدل نو بې له شکه د دوی له خوا به ورته غبرګون وښوول شي.

نوي اقتصادی بندیزونه نور ۲۴ تنه په نښه کوي چې اروپايي ټولنې هېوادونو ته سفر نه شي کولی او شتمنۍ یې کنګلېږي.

د دغو کسانو په منځ کې د اوکراین په ختیځ دنېڅک او لوهانسک کې روسي پلوي بېلتون پالي، په کریمیا کې چارواکي چې روسیې له ځان سره ونښوله او د روسیې ځينې چارواکي او سوداګر راځي.

دا څرګندونې د اروپايي شورا مشر هېرمن وان رومپوی او داروپايي کمسیون مشر خوزې مانوېل باروسو د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره څرګندې کړې دي.

په بي بي سي کې د اقتصادي چارو خبریال تېو لېګېت لیکي: د نوو بندیزونو موخه د روسیې پر اقتصاد فشار راوړل دي.

په دغو بندیزونو سره به د روسيې د انرژئ دولتي موسسې او د دفاعي صنعت موسسې نه شي کولئ له اروپايي مالي موسسو پيۍې پور کړي.

په کمپوټري پرزو او ماشین الاتو بندیز چې په دې توګه به دا ۲۴ کسان نشي کولی اروپایي ټولنې ته سفر وکړي او شتمنۍ به یې هم کنګلېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي اروپايي ټولنه په دې توګه دا اشاره ورکوي چې دوی په کییف کې د جنګېدونکي لور ملا تړي.

تېره شپه د اوکراین په ختیځ کې د سختو جګړو رپوټونه نه دي ورکړل شوي. خو د اوکراین د ملي او دفاعي ځواکونو ویاند، اندرې لیسېنکو وویل تر اوربند وروسته د اوکراین پر ځواکونو لس ځلې ډزې شوې دي.

ځينې نا تایید شوي رپوټونه وایي چې د اوکراین د ایدار په نوم پر کنډک برید شوی او ځینې پوځیان یې وژل شوي دي.

په دنېڅک کې د بي بي سي ریچارد ګالپین وایي، ده د درنو هاوانونو ډزې نه دي اورېدلې. د دنېڅک د خپل سري جمهوریت مشر الکساندر زخارچېنکو وایي، اوربند په پوره توګه نه دی مراعت شوی.

د اوربند د شرایطو له مخې باید دواړه لوري د جګړې له سیمې چې څومره ژر شونې وي، درنې وسلې وباسي.

روسیې همداشان له اوکراین سره هوکړه کړې چې ختیځو سیمو کې بشري مرستې بیا پیل کړي. د اوکراین ولسمشر پېترو پاراشېنکو وویل، تړون ۱۲ مادې لري او باید یرغملان هم خوشي شي.

نوموړي دا هم وویل چې د لانجې د اوږد مهال حل لپاره هم باید خبرې اترې وشي.

ورته مطالب