ولې ما خپل پړونی لومړی لرې بیا بېرته په سر کړ

د انځور حقوق
Image caption .ما خپل پړونی لرې کړی و خو پاکستان کې د خبریالې په توګه له ګورمال کېدو وروسته اړه یم چې بېرته یې په سر کړم.

زما د کورنۍ د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو د عکسونو البومونه د مصر د ټولنیز او سیاسي بدلون ښه ښکارندويي کوي. په دې عکسونو کې نه یوازې یونیفورم په ځان سړي بلکې په تنګ او د لنډ لستوڼي کمیسونه په ځان ښځې هم لیدل کېږي. د ځینو ځوانو ښځو کمیسونه خو تر زنګونو هم نه رسېدل. او د دې ښځو وېښته!

به زما ترېندو به بازار یا پوهنتون ته د تلو پر مهال خپل وېښته په داسې ښکلې او پېچلې ډول جوړول چې فکر کېده ګواکې دوی د سینګار د مجلو موډلې دي.

خو اوس وخت بدل شوی دی. په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې هغو میلیونونو مصریانو چې سعودي عربستان او نورو خلیجي هېوادونو ته د کار لپاره تللي وو مصر ته یې ځان سره د اسلام وهابي بڼه راوړه.

اسلامي سیاسي خوځښتونو په ځانګړې ډول اخوان المسلمین هم په کې ساه واخیسته. دغه موده کې زما د کورنۍ ډېرو پېغلو ښځو پړونی په سرول پیل کړل.

دا چې اسلام کې د ښځو لپاره حجاب اړین دی او که نه، یو اوږد، پېچلی او ځینې وخت توند بحث دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په ۱۹۶۰ کال کې د مصر مشر جمال عبدالناصر او کورنۍ یې.

ډېری وخت له قران شریف نه یو آیت نقل کېږي چې ښځو ته په کې د خپل سر او د سینې د ځینو برخو پټولو سپارښتنه شوې ده. خو اسلامي عالمان دا آیت په بېلا بېلو ډولونو تعبیروي. د هغه حدیث په اړه، چې په کې حضرت محمد "ص" د ښځې لاسونو او مخ ته په اشارې ویلي، چې د بدن نورې برخې باید پټې وې، هم د نظر اختلاف شته.

ما تر شل کلنۍ پړونی نه په سراوه او چا یې په سرولو ته مجبوره کړې هم نه ومه، یوازې مور به مې ځینې وخت فشار را باندې راوړه.

مور به مې د کمیس او پتلون په اړه پوښتلم: "ته څه ته په انتظار یې. که په تا څه وشي نو بیا؟ آیا غواړې په همدې حال کې د خدای حضور ته ورشئ؟".

کله به مې په خندا ورته سر وښورو او ترې به ولاړم. ځینې وخت به مې ورسره بحث او دعوه کوله.

خو ځان سره په زړه کې پوهېدم چې پړونې په سرول سم کار دی.نو ما د ۲۰۰۲ کال په پای کې بالاخره پرېکړه وکړه چې دغه سم کار وکړم.

دغه راز ما په تېرو لسو کلونو کې په لندن کې د بي بي سي سره د کار پر مهال حجاب کاوه.

د انځور حقوق BBC World Service

زما شعار دا و: "زه د بي بي سي خبریاله یم، د بي بي سي پړونی په سر خبریاله نه یم".

زه چې کله په حجاب کې د تلویزون په پرده څرګنده شوم نو د بي بي سي له دفتره بهر ځینې خلک زما په دې کار خوښ نه وو. "بي بي سي څنګه یوې پړونی په سر ښځې ته د خبریالۍ اجازه ورکړې؟". له نېکه مرغه، په دفتر کې زما مشرانو په دې اړه هېڅ ستونزه نه درلوده.

بیا، تېر کال، ما د خپل دین په اړه له خپل ځانه ځینې پوښتنې وکړې: د عمل او عقیدې په اړه، چې زه کوم عملونه د عقیدې له مخې او کوم د عادت له مخې ترسره کوم.

زه خپله عقیده څومره نورو ته ښکاره کول غواړم؟ او پای کې مې له ځانه دغه مهمه پوښتنه وکړه، که زه پړونی په سر نه کړم نو آیا مسلماني به مې کمه شي؟

وروستی ځواب مې (نه) و.

نو له څو میاشتو دوه زړه توب وروسته هغه ورځ را ورسېده چې ما په کې د پړوني د لرې کولو پرېکړه وکړه. دغه ورځ څو ساعته د کالیو په ځان کولو کې بوخته وم، چې د پړوني په سرولو وار را ورسېد، نو په سر مې نه کړ.

په لسو کلونو کې لومړی ځل و چې ما د خپلو وېښتو جوړولو په اړه فکر وکړ. آیا وېښته مې سم ښکاري؟ دا سپین تارونه یې څنګه؟ که باران وشي نو څنګه؟

بالاخره له کوره د وتلو وخت را ورسېد. دا ډېره ستونزمنه شېبه وه. دېرش دقیقې د کور ور مخ کې ولاړه وم. بیا بیا به مې هندارې ته منډه کړه. له ځانه مې پوښتنه کوله: "ډاډه یې؟ ډاډه یې؟؟".

بالاخره چې کله کوڅې ته ووتم نو میلونونه فکرونه مې زهن ته راتلل. ښايي خدای په دې کار ماته سزا راکړي. که په سرک مې خلک وويني نو داسې خو به و نه وايي چې "شیما! دا دې څه وکړل؟"

واضحه ده، ما چې کومې اندېښنې درلودې، داسې کومه پېښه و نه شوه. که څه هم دې کار زما د ډېرو ملګرو، د کورنۍ غړيو او همکارانو تلوسه را وپاروله خو دوی زما ملاتړ وکړ. ځینو زما د دې کار مخالفت هم وکړ. د خواله په رسنیو کې پر ما د دین د خوشې کولو تور ولګول شو.

خو دا رښتیا نه دي! زه اوس هم مسلمانه یم خو ډېر یې نه څرګندوم.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ۲۰۱۱ کال د پاڅون پر مهال د مصر ښځې.

زه ډېره د خپلې کورنۍ د غبرګون په اړه په وېره کې وم. زما یو خپلوان ماته پر تیلیفون وویل: "انا لله و انا الیه راجعون" (هغه دعا چې د یو چا د مړینې یا د کوم مصیبت د پېښېدو په حالت کې ویل کېږي).

او اوس، په سږني له پېښو ډک کال کې د نورو بدلونونو تر څنګ، ما له بي بي سي سره نوې دنده "د پاکستان خبریاله" پیل کړه. او جالبه دا ده، له دومره زړه ورتیا وروسته چې ما پړونی لرې کړ، اوس بیا مجبوره یم چې د پاکستان په ځینو سیمو کې ځايي کلتور او امنیتي لاملونو ته په پام سره، پړونی په سر یې کړم، لږ تر لږه کله کله.

ښه ده چې ما خپل پخواني پړوني ایسته نه دي غورځولي!

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اختر پر مهال پاکستاني ښځې.

ورته مطالب