امریکا پر "اسلامي دولت" د بریدونو هوډ لري

د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر اوباما وایي، د "اسلامي دولت" ډله یې هېواد ته ګواښ دی او باید کمزورې او ماته شي

د امریکا ولسمشر باراک اوبامه به د "اسلامي دولت" ډلې پر اورپکو د بریدونو پلان جوړوي او وایي، هغوی به مات کړي.

ښاغلي اوباما د اېن بي سي تلویزیون ته ویلي، "اسلامي دولت" ډله به کمزورې کړي، پر هغو به ځمکه تنګه کړي او په پای کې به هغوی مات کړي.

تېره میاشت پر ولسمشر اوباما نیوکې وې چې ویلي یې و، د "اسلامي دولت" د ډلې په اړه کومه تګلاره نه لري.

د امریکا متحدو ایالتونو د یکشبنې په ورځ خپل عملیات پراخ کړل او د حدیثه بند ته نېږدې یې پر "اسلامي دولت" اورپکو هوایي ګوزارونه وکړل.

سرتېري نه لېږو

ښاغلي اوباما له اېن بي سي سره په مرکه کې وویل، زه هېواد ته دا وایم چې "اسلامي دولت" ډله به ماتوو چې دا ګواښ له منځه یوسو.

"اسلامي دولت" ډلې چې داعېش هم بلله کېږي په وروستیو میاشتو کې یې د عراق او سوریې زیاتې سیمې نیولې دي او په نیول شوو ځمکو کې یې د اسلامي خلافت اعلان کړی دی.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وویل "د چارشنبې په ورځ به زه د خپلې وینا په ترڅ کې دا روښانه کړي چې د دې ډلې پر وړاندې د مبارزې کوم پلان لري."

نوموړي زیاته کړه، دی به د "اسلامي دولت" پر ضد بریدونه پیل کړي.

خو د ده په وینا دا تګلاره به په دې مانا نه وي چې امریکا به عراق ته ځمکني ځواکونه لېږي.

د هغه له خولې دا عملیات به د عراق له جګړې سره نه وي برابر خو دا به هغو عملیاتو ته ورته وي چې امریکا یې په تېرو پنځو، شپږو او اوو کلونو کې د ترهګرۍ پرضد پر مخ بیایي.

زه د امریکا ولس ته دا روښانول غواړم چې موږ له څه ډول ګواښ سره مخ یو او اوس موږ د دې ګواښ له منځه وړل غواړو.

ولسمشر اوباما وویل، د عملیاتو موخه به داوي چې "اسلامي دولت" ډله کمزورې کړو او هغوی مات کړو.

د ښاغلي اوباما دا څرګندونې د وېلس تر غونډې وروسته کېږي چې د ناټو غړو هېوادونو د "اسلامي دولت" د ډلې له خوا په را منځ ته شوو ګواښونو بحث وکړ.

وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو پوځيانو یې د عراق په لوېدیځ کې د "اسلامي دولت" سخت دریځ، جنګیالیو پر ځینو پوستو بمباري کړې ده.

تر ډېره امریکايي پوځ د عراق دویم لوی 'حدیثه' بند سیمه کې بریدونه متمرکز کړي دي.

حدیثه بند د عراق په لویدیځ د انبار ولا یت کې د فرات پر سیند جوړ شوی دی، چې د بغداد په شمال لوېدیځ ۱۸۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

امریکايي چارواکو ویلي، د دغه هېواد هوايي بریدونه د عراقي ځواکونو د ملاتړ په موخه شوي، چې د "اسلامي دولت" د سخت دریځو پر وړاندې دغه بند وساتي.

دغو سخت دریځو چې د عراق پر یو شمېر بندونو د واک تر لاسه کولو هڅه یې کوله، په دې بریالي شول چې د موصل او فلوجې بندونه ونیسي، خو د حدیثه بند تر اوسه د عراقي ځواکونو او دولت پلوه سني قبیلو په واک کې دی.

ورته مطالب