د توکیو 東京 Tōkyō لنډه پېژندنه

د انځور حقوق
Image caption په توکیو کې ګڼ هنري، سپورتي او تفریحي جشنونه لمانځل کېږي.

توکیو د جاپان پلازمېنه او د هونشوی ټاپو په ختیځ کې پروت دی، چې ددغه هېواد له ۴۷ ولایتونو له ډلې یو دی.

توکیو په سر کې د ادو په نوم د کب نیونکو یو کوچنی کلی وو. ادو کلی ورو ورو په یوه ستر ښار بدل شو او په اتلسمه پېړۍ کې د نړۍ یو ستر ښار وګرځېد.

تر ۱۹۴۳ کاله د توکیو ښار او ولایت د وېش او عنوانونو په تړاو توپیرونه موجود وو، خو په همدې کال کې د توکیو ښار او ولایت دواړه سره یو ځای شول.

تر نیویارک او لندن وروسته توکیو د صنعت د نړۍ تر ټولو ستره پلازمېنه بلل کېږي.

په ۲۰۱۰ کال کې د توکیو ښاري سیمه چې خپله توکیو او پورې تړلې سیمې یې وې د ۳۶ میلیونه او ۶۶۹ زرو وګړو په درلودلو سره د نړۍ د ګڼ میشتي ښار نوم خپل کړ.

دغه راز توکیو د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد نوم هم ګټلی دی.

په ۲۰۰۸ کال کې د نړۍ د پنځه سوه غوره شرکتونو له ډلې ۴۷ یې په توکیو کې وو، چې په دغې برخې کې د نړۍ د نورو ښارونو په پرتله لومړی ځای لري.

توکیو هغه ښار دی چې د زلزلې، اور لګېدنې او جګړو له کبله څو ځله په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

خو هر ځل تر مخکني حالته لا ښه او ښایسته جوړ شوی.

د انځور حقوق
Image caption وکیو د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد نوم هم ګټلی دی.

له همدې کبله په توکیو کې پخوانۍ ودانۍ ډېرې لږ لیدل کېږي او زیاتره یې عصري او ماډرنې جوړې شوې ودانۍ دي.

په توکیو کې د لېږدونې یا ترانسپورتي وسیلې ډېرې پاکې او صفا دي، په دغه ښار کې تر ځمکې لاندې او ځمکې د پاسه اورګاډي د لېږد رالېږد اصلي وسیلې ګڼل کیږي.

ددې تر څنګ برېښنايي بس موټر او واګونونه هم دغه چاره ترسره کوي.

په توکیو کې ګڼ هنري، سپورتي او تفریحي جشنونه لمانځل کېږي.

په توکیو کې پراخې شنې سیمې هم شته او د ټولې توکیو ۳۶،۳ سلنه برخه طبیعي پارکونه جوړوي.