"د جنګي فلمونه ننداره ښايي وزن زیات کړي"

Image caption "د تلویزیون د نندارې پرمهال خلک نه پوهېږي چې څومره خواړه یې وخوړل".

د امریکا په کورنیل پوهنتون کې شوې یوه څېړنه ښيي چې د جنګي فلمونو ننداره د وزن په زیاتولو کې ډېر رول لري.

تر دې مخکې څېړونو په ډاګه کړې وه چې د تلویزیون د نندارې له امله د ځینو کسانو وزن ډېرېږي.

د تازه څېړنې په پایله کې موندل شوې چې د جنګي فلمونو د نندارې پرمهال ننداره چیان ډېر اضافي شیان خوري.

د څیړنې د رپوټ لیکوال وايي خلک باید د جنګي فلمونو د نندارې پرمهال له اضافي خوړو ډډه وکړي.

دغه راز ویل شوي چې د تلویزیون د نندارې پرمهال خلک نه پوهېږي چې څومره خواړه یې وخوړل.

د دې تر څنګ پر تلویزیون د غیرصحي خوړو اعلانونه خپرېږي ځکه نو ویل شوي چې تلویزیون هم د خلکو په چاغۍ کې رول لري.

د شوې څیړنې لپاره ۹۴ محصلینو ته د یوه جنګي فلم د نندارې پر مهال چاکلیټ، کلچې، ګازرې او انګور ورکړل شوي وو.

د فلم په پای کې ساینسپوهانو وموندله چې دغو محصلینو د خپل وزن په تناسب دوه برابره ډېر خواړه خوړولي وو.

دا توپېر د ښځو په پرتله په سړیو کې ډېر و.

اوس سپارښتنه شوې چې ډاکټران باید ناروغانو ته ووايي چې د تلویزیون د لیدلو پرمهال له اضافي خوړو ډډه وکړي چې وزن یې ډېر نه شي.

ورته مطالب