د خویندو ورونو ځورونه د ژور خپګان لامل کېږي

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د هلکانو په پرتله نجونې ډېرې ځورول شوې وې، په ځانګړې ډول په هغو کورنیو کې چې درې یا له دریو ډېر ماشومان یې لرل.

د امریکا د اکسفورډ پوهنتون څېړنه ښيي چې په ماشومتوب کې د خور یا ورور له خوا په پرله پسې ډول ځورول شوي کسان په راتلونکې ژوند کې د ژور خپګان ناروغۍ سره مخامخېدلی شي.

په څېړنه کې له شاوخوا ۷ زره ماشومانو نه چې عمر یې ۱۲ کاله و پوښتنې شوې دي.

هغه پوښتنې چې له ماشومانو شوې، آیا خور یا ورور وهلي، له پامه غورځولي، دروغ ورته ویلي یا داسې خبرې یې ورته کړې چې دوی پرې خپه شوي، دي.

دغو ماشومانو نه په اتلس کلنۍ کې بیا ورته پوښتنې او د ذهني روغتیا په اړه پوښتنې شوې دي.

یوې مرستندویه ادارې ویلي چې میندې او پلرونه باید د خویندو او ورونو تر منځ د سیالۍ او جګړو مخه ونیسي وړاندې له دې چې دغه جګړې ډېرې زیاتې شي.

پخوانۍ څېړنې هم دا جوتوي چې د خویندو او ورونو له خوا ځورول شوي ماشومانو په پرتلیز ډول ډېر د ژور خپګان، اندېښنې او ځان ته د تاوان رسونې له ګواښ سره مخامخ وي.

"دوه برابره ګواښ"

په څېړنه کې ډېرو ماشومانو ويلي چې دوی د خویندو او ورونو له خوا ځورول شوي نه دي.

خو هغو ۷۸۶ ماشومانو چې ویلي و دوی په اوونۍ کې څو ځلې د خویندو او ورونو له خوا ځورول شوي، په کې د ژور خپګان، ځان ته د تاوان رسولو او اندېښنې ستونزو پیدا کېدو چانسونه دوه برابر ډېر وو.

د هلکانو په پرتله نجونې ډېرې ځورول شوې وې، په ځانګړې ډول په هغو کورنیو کې چې درې یا له دریو ډېر ماشومان یې لرل.

په ډېرو مواردو کې ځورونې د مشر ورور په لاس تر سره شوې وې.

په منځني توګه، ماشومانو ویلي چې د دوی ځورونې په اته کلنۍ کې پیل شوې وې.

د څېړنې مشرې ډاکټر لوسي باویس وویل د خویندو او ورونو تر منځ ټوکې او ساعت تېري عادي خبره ده.

نوموړې وویل چې دوی د هغو ځورونو په اړه اندېښمن دي چې په اوونۍ کې څو وارې تکرارېږي او ماشوم په کې د خویندو او ورونو له خوا له پامه غورځول کېږي او ژبنی یا فریکي تاوتریخوالی ورسره کېږي.

د ځورونې د مخنیوي د مرستندویه ادارې مشرې ایما جېن کراس وویل:

"په ماشومتوب کې د نورو له خوا ځورونه د ژوند تر پایه وېجاړونکی اغېز لرلی شي. هغه میندې او پلرونه چې په دې اړه اندېښنه لري باید ژر تر ژره له خپلو ماشومانو سره خبرې وکړي".

"دا مهمه ده چې د پرله پسې ځورونو مخه ونیول شي او د ټوکو یا ساعت تېری په ډول عادي خبره و نه ګڼل شي".

ورته مطالب