امریکا د عبادي حکومت د "اسلامي دولت" ځپلو پرېکنده ګام بللی

د انځور حقوق Reuters
Image caption کیري ویلي، د حیدر العبادي په مشرۍ حکومت د عراق لپاره یو "مهم ښوونکی" ګڼل کېږي.

منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري له سفر وړاندې واشنګټن، د عراق نوی حکومت د "اسلامي دولت" پر وړاندې یو پرېکنده ګام بللی دی.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر بارک اوباما له قوله ویلي، چې د عراق مشر حیدرالعبادي په مشرۍ د حکومت ملاتړ کړی او وايي چې امریکا به د "اسلامي دولت" د ځپلو لپاره د عراق له حکومت سره لاسونه یو کړي.

دا څرګندونې پر داسې مهال شوې، چې امریکايي ولسمشر بارک اوباما د "اسلامي دولت" پروړاندې د بریدونو لپاره پر یوه پلان کار کوي، او دا موضوع یې د کانګرس غړو ته وړاندې کړې ده.

د عراق پارلمان د عبادي په مشرۍ د حکومت جوړولو لپاره موافقه کړې ده.

په بغداد کې د دوی ناسته د تېرې دوشنبې شپې تر ناوخته پورې روانه وه.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي "ولسمشر او لومړي وزیر هوکړه کړې، چې نوی حکومت به جوړوي."

په کانګرس کې ځینو غړو ویلي، د اوباما په اداره کې چارواکو روانه او راتلونکې اونۍ د کانګرس له غړو سره ځینې غونډې جوړېږي. "اوږه په اوږه "

پر راتلونکې چارشنبې به ولسمشر اوباما د "اسلامي دولت" پروړاندې د نویو ګامونو اخیستو په اړه وینا وکړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption اوباما پر راتلونکې چارشنبې د اسلامي دولت د ځپلو لپاره وینا کوي.

بل خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د نوي عراقي حکومت د جوړېدو هرکلی کړی او دا یې د سخت دریځو اسلامپالو "اسلامي حکومت" ډلې پر وړاندې د پرېکنده ګام اخیستل بللي دي.

کیري ویلي، د حیدر العبادي په مشرۍ حکومت د عراق لپاره یو "مهم ښوونکی" ګڼل کېږي.

منځني ختيځ ته تر خوځېدا مخکې کیري ویلي، چې هېواد به یې له عراقیانو سره د سخت دریځو پروړاندې "اوږه په اوږه" مبارزه وکړي او ددغې ډلې پروړاندې به نړیوال ایتلاف هم خپل کار پیل کړي، چې دغه ایتلاف شاید کلونه کلونه پاتې شي."

د ترکیې رول

د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا د مشرانو جرګې د وسله وال ځواکونو جرګګۍ وویل، د دفاع وزیر چک هېګل او د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارټن ډیمپسي به د سپتمبر پر ۱۶ د عراق او سوریې په اړه یوې جلسې ته وینا وکړي او په دغه هېواد کې به د "اسلامي دولت" خطرونه په ډاګه کړي.

هیګل له ترکي قومندانانو سره تر خبرو وروسته وویل، ترکیه د "اسلامي دولت" پروړاندې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د رول په اړه غور کوي. بل خوا ایراني چارواکو هم ویلي یو شمېر هغه افغانان او پاکستانیان یې نیولي چې عراق ته له "اسلامي دولت" سره د یوځای کېدو په تکل خوځېدلي وو.

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي ویلي، داسې ثبوتونه شته، چې ګني "اسلامي دولت" پر ایران د برید پلان لري، چې په وینا یې ایراني سرحدي ځواکونو په بشپړه توګه خپلې پولې ټینګې کړې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د عراق پارلمان د عبادي په مشرۍ د حکومت جوړولو لپاره موافقه کړې ده.

ورته مطالب