اپل نوي ایفونونه او ځیرک ساعت معرفي کړل

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اپل شرکت دوه نوي ستر ځیرک موبایلونه او یو ځیرک ساعت (اپل واچ) معرفي کړل. نوي موبایلونه (ایفون ۶) او (ایفون ۶ پلس) نومول شوې دي.

د ایفون ۶ ځیرک موبایل پرده ۴،۷ انچه او د ایفون ۶ پلس موبایل پرده ۵،۵ انچه ده.

دغه لوی موبایلونه ښايي د ایفون مینه والو نورو شرکتونو لکه اندروید ته د تلو مخه ونیسي.

د سترو ایفونونو معرفي کولو موخه دا ده چې د ایفون مینه وال د سمسنګ ګلکسي لویو ځیرکو موبایلونو ته مخه و نه کړي.

په تېر کې اپل شرکت ویلي وو کوچني ایفونونه ځکه تولیدوي چې په یو لاس کې ترې کار واخیستل شي.

هغه مهال د اپل شرکت بنسټ اېښودونکي سټیف جابز ویلي وو هیڅوک به داسې موبایل و نه پېري چې په یو لاس کې و نه نیول شي.

په دغو نویو ځیرک موبایلونو کې اپل د لا پرمختللې ټکنالوژۍ نه کار اخیستی چې د تصویرونو او وېډیوګانو په غوره ډول ښودلو کې به مرسته وکړي.

Image caption نوي ایفونونه په پرتلیز ډول لوی او نري دي.

د اپل ځیرک ساعت د ایفون موبایل په څېر پروګرامونه لري، د روغتیا او سپورت مالومات ساتي او له ایفون سره هم اړیکه ټینګولی شي.

د اپل ساعت او ایفون د تړاو لپاره باید کاروکونکي ایفون ۵ یا تر دې د نوي ماډل ایفون ولري.

سیالیو شرکتونو لا له وړاندې دغه ډول ځیرک ساعتونه تولید کړې دي.

Image caption د اپل ځیرک ساعت ۱۱ بېلا بېلې بڼې لري او کارونکي یې لاس بند بدلولی شي.

خو کارپوهان وايي چې اپل شرکت په دودیز ډول تل بازار ته ناوخته راننوځي او بیا د بازار لور ته په خپله ګټه بدلون ورکوي.

د اپل ساعت دوه اندازې لري او د ایفون په څېر ټچ سکرین دي.

دغه ساعتونه د خبراوي، د زړه ټکان څارنې او د نقشې په توګه کارول کېدای شي.

بیه به یې نږدې ۳۵۰ ډالره وي چې د اندروید او سوني شرکتونو د ورته ساعتونو د بیو په پرتله ډېر دی.

د اپل دغه ساعتونه به د ۲۰۱۵ کال په پیل کې بازار ته وړاندې شي.

ورته مطالب