''له مالیزیايي الوتکې سره ډېر څیزونو ټکر شوې''

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مالیزیا دغه مسافر وړنکې ۷۷۷ الوتکه د جولای په ۱۷ د اوکراین د لوهانسک د کراسني سېمې او دونتیسک د شخترسک سېمې ترمنځ لوېدلې او له منځه تللې وه.

هالنډي کارپوهان وايي، د مالیزیا ایم ایچ ۱۷ الوتکه له بېلابېلو څیزونو سره په ډېره چټکۍ ټکر شوې وه او په هوا کې له منځه تللې وه.

د هالینډ امنیتي بورډ لخوا په خپور شوي رپوټ کې ویل شوي د ''تخنیکي خرابۍ یا انساني تېروتنو هېڅ کومه نښه نه ده ترلاسه شوې.''

په الوتکه کې ټوله ۲۹۸ کسیزه سپرلۍ وژل شوې وه، په رپوټونو کې راغلي وو چې د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو یاغیانو په نښه کړې ده.

دغه الوتکه له ایمسټرډیم نه کوالالمپور ته الوتې وه چې د اوکراین په ختیځ کې له منځه ولاړه.

د هالینډ څېړنیز ټیم د معلوماتو، د پېښې په ځای کې د الوتکې د معلوماتو د ثبتولو توره بکسه، د هوايي ترافیک څارنه او د سټیلایټ په مټ اخیستل شویو انځورونو پر بنسټ دغه رپوټ چمتو شوی دی.

د دوی په وینا ''الوتکه په هوا کې ماته شوې وه، او د دې لامل کېدای شي دا وي چې په تېزۍ له بېلابېلاو څیزونو سره ټکر شوې ده.

کار پوهان وايي، په د الوتکې په ریکارډ شویو توکو کې د تخنیکي ستونزې هېڅ نښه نه ده لیدل شوې

په الوتکه کې ۲۹۸ کسان سپاره وه چې ټول ووژل شول او ډیری دغه سپرلۍ د هالند هېواد وګړي وو.

په هالنډ کې اینا هو لیګن بي بي سي ته وویل، د الوتکې په اړه دغه رپوټ وروستی نه دی، خو دغه معلومات اړین ځکه دي چې د دغې پېښې په اړه دا لومړي دولتي شواهد دي.

هغه زیاته یې کړه، د دغې پيښې تور په چا نه دی پورې شوی او نه څوک د دې ذمه وار ګڼل شوي، خو جنايي څېړنې په دې اړه روانې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په الوتکه کې ۲۹۸ کسان سپاره وه چې ټول ووژل شول او ډیری دغه سپرلۍ د هالند هېواد وګړي وو.

د مالیزیا دغه بوينګ ۷۷۷ د لوهانسک په کراسني او دونتیسک ترمنځ په شخترسک کې د تېر جولای په ۱۷ لوېدلې او له منځه تللې وه.

د اوکراین حکومت او لوېدیځ کارپوهان وايي، ‎په دې اړه اسناد شته چې بک نومي الوتکه روس پلوه یاغیانو لخوا په توغندي ویشتل شوې ده.

روسیې دغه ډول تورونه په پرله پسې توګه رد کړي، او وايي چې یاغیانو ته یې هېڅ توغندی یا وسلې نه دي ورکړې.

د الوتکې په دې څېړنه کې د بریتانیا، جرمني، استرالیا، مالیزیا، امریکا، اوکراین او روسیې کارپوهانو همکاري کړې ده.

دغه بورډ وايي، هیله یې دا ده چې په ویه کال کې به ارومرو یو بشپړ رپوټ چمتو شي.

ورته مطالب