امریکايي پلار خپل 'پنځه ماشومان وژلي'

په قتل تورن تیموتي رې جونز د انځور حقوق Reuters
Image caption په سوت کارولینا کې د جونز ګاونډيانو ویلي، هغه له خپلو ماشومانو سره له ایالت نه بهر تګ ته چمتووالی نیوه.

په امریکا کې پولیسو ویلي، یوه امریکايي وګړي خپل پنځه ماشومان وژلي او مړي یې په یوه بل ایالت کې غورځولي دي.

اسوشېټېډ پرېس خبری اژانس وايي، دا مهال د کارولینا په ایالت کې په قتل تورن تیموتي رې جونز له څو تورونو سره مخامخ دي.

نوموړی د تېرې شنبې په ورځ په میسي سیپي ایالت کې ونیول شو.

د وژل شویو ماشومانو عمرونه د یوه او اتو کلونو ترمنځ ښودل شوي.

دا راپور وروسته تر هغه خپور شو، چې د ماشومانو مور پولیسو ته وویل، له ماشومانو او مخکني مېړه سره یې اړیکه پرې شوې ده.

چارواکو وژل شوي ماشومان د تېرې سې شنبې په ورځ تر څو ساعتونو لټون وروسته، د الاباما ایالت د یوې لویې لارې پر سر وموندل.

د الاباما ایالت د عامه خوندیتوب ادارې ویند سټیو جریټ خبريالانو ته وویل، له ښاغلي جونز د ماشومانو د وژل کېدو په اړه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د میسي سیپي ایالت د پولیسو یوه مشر سمیت کونټي ویلي، جونز د شنبې په ورځ د تلاشۍ په یوه پوسته کې ودرول شو، ځکه چې د نشې په حالت کې یې موتر چلاوه.

د نوموړي په اړه څېړنو ښودلې ده، چې څو ډوله نشه يي توکي یې کارولي او خپلو وژلو شويو ماشومان یې په موټر کې ورسره لېږدولي دي.

کله چې د هغه موټر ودرول شو، او د مطلوبو کسانو لیست یې وکوت، د نوموړي نوم هم پکې و.

په سوت کارولینا کې د جونز ګاونډيانو ویلي، هغه له خپلو ماشومانو سره له ایالت نه بهر تګ ته چمتووالی نیوه.