لاهور کې د جومات نړېدو ۲۴ کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ژغورنې او مرستې رسونې کار کوونکي د جومات د چت له لوېدو وروسته د مرستې رسولو په حال کې

د لاهور په دروغه والا سيمه کې له یوه تنګ سړک سره ودان شوی دوه پوړیزه جومات د ماسپښین د لمانځه پرمهال پر لمونځ کوونکو راولوېد، چې لږترلږه ۲۴ کسان پکې وژل شوي دي.

د جومات د لوېدو پرمهال د لمونځ کوونکو دقیقه شمېره نه دا معلومه شوې، خو عیني شاهدانو ویلي، چې د ۳۰ او ۴۰ ترمنځ کسان په جومات کې موجود وو.

ژغورندویې ډلې د پېښې ځای ته ورغلې، خو د تنګو لارو له کبله نه شي کولی، چې په هلته تر کنډوالې لاندې کسان ژر راوباسي.

د تېرې سې شنبې تر ماښامه یې لس مړي راویستل.

د ژغورنې ډلې مشر ډاکټر رضوان ساجد وویل، د وژل شوو کسانو د رایستلو کار دوام لري، خو دا چې په جومات کې څومره کسان وو، د دې کچه نه شي معلومولی.

د پنجاب اعلی وزیر شهباز شریف د دغې پېښې ټپيانو ته د درملنې زمینه برابرولو امر کړی.

په وروستیو ترلاسه شویو معلوماتو کې ښکاري، چې د ژغورنې ډله تر کنډوالو د لاندې شوو کسانو په رایستلو بوخته وه.

خو د ماښام په تیارې زیاتېدو د دوی ژغورندویه کارونه هم له ستونزې سره مخامخ شول.

دا جومات داسې مهال لوېدلی، چې پنجاب ایالت کې د ډېرو بارانونو له کبله د ځینو ودانیو چتونه رالوېدلي، چې یو شمېر کسان پکې وژل شوي دي.

تېره اونۍ هم په لاهور ښار کې د ډېرو بارانونو له کبله د چتونو لوېدو لږترلږه ۲۴ کسان وژلي وو.

پاکستان کې د ودانیو د خوندیتوب سیستم ډېر کمزوری او له معیاره ټيټ دی.

د ۲۰۱۲ فبرورۍ کې هم د لاهور د استوګنې په یوه سیمه کې د ګازو تر چاودنې وروسته د یوې فابریکې د نړېدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي وو.

دا مهال د پاکستان په ځینو برخو کې د سېلابونوله کبله تر ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي، چې پر زیاترو یې د ودانیو چتونه راپرېوتي دي.

ورته مطالب