عربي هېوادونه د امریکا ملاتړ ته چمتو دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سعودي عربستان په ګډون لسو عربي هېوادونو هوکړه کړې چې د اسلامي دولت جهادیانو د ګواښ پر وړاندې به د امریکا ملاتړ کوي.

هوکړه په جده کې د عربي هېوادونو د وزیرانو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري تر منځ له خبرو وروسته شوې ده.

په یوې وینا کې راغلي د اسلامي دولت ډله، د عراق او سوریې په ګډون چې هر ځای کې وي، د له منځه وړلو په ستراتېژۍ هوکړه شوې ده.

مخکې، روسیې امریکا ته خبرداری ورکړ چې سوریه کې دې هوايي بریدونه نه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ملګرو ملتونو له ملاتړ پرته د امریکا له خوا په سوریه کې هر دغه ډول ګام به "د تېري معنا ولري" او "په څرګند ډول به د نړیوالو قوانینو سرغړاوی" وي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د ګامونو پورته کولو ګواښ کړی دی.

Image caption ښاغلي کېري ته دنده ورکړل شوې وه په سیمه کې د جنګیالیو پر ضد د یو ایتلاف په را منځ ته کولو کار وکړي.

ښاغلي کېري ته دنده ورکړل شوې چې په سیمه کې د دغو جنګیالیو پر ضد د یو ایتلاف په را منځ ته کولو کار وکړي.

په جده کې له غونډې وروسته، په یوې ګډې وینا کې ویل شوي، د اسلامي دولت ډلې په ګډون "د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې ټول ژمن او متحد دي".

د سعودي عربستان تر څنګ په دغو خبرو کې بحرین، مصر، عراق، اردن، کویت، لبنان، عمان، قطر او عربي متحده اماراتو ګډون درلود.

د ناټو غړي هېواد ترکیې استازی هم په خبرو کې شامل و.

تر دې وړاندې، ښاغلي اوباما په دې تړاو د خپلې ستراتېژۍپه اړه ویلي وو، هره ډله چې امریکا ګواښي، خوندي نه شي پاتې کېدای.

Image caption ښاغلي اوباما وویل چې "اسلامي دولت" "اسلامي" ډله نه ده ځکه "هیڅ مذهب د بې ګناه وګړو وژل روا نه ګڼي".

نوموړي همدا راز اعلان وکړ چې ۴۷۵ امریکایان عراق ته لېږي خو دوی به هلته جګړییز ماموریت نه لري.

ښاغلي اوباما په خپله وینا کې چې د تلویزونونو له لارې خپرېده وویل، د "اسلامي دولت" پر وړاندې عملیاتو کې به له عراق سر بیره په سوریه کې هم ځنډ ونه کړي.

ښاغلي اوباما وویل، چې "اسلامي دولت" یوه "اسلامي" ډله نه ده ځکه "هیڅ مذهب د بې ګناه وګړو وژل روا نه ګڼي" او یادونه یې وکړه چې د دغې ډلې له لوري وژل شوی "لوی اکثریت" مسلمانان دي.

اسلامي دولت ډله د سوریې او عراق پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې لري او په سیمه کې یې چټک پرمختګ کړی دی.

د دغې ډلې جنګیاليو پر وېډیو د خپلو وحشي کړنو لکه د پوځیانو او لوېديځ خبریالانو د سر غڅولو له امله د خلکو په زړونو کې وېره پیدا کړې ده.

ورته مطالب