پیسټوریس د قصدي وژنې قضیه کې سپین ختلی

Image caption پیسټوریس دا نه مني چې ګنې ده د ویلنټاین (مینانو) په شپه خپله ملګرۍ ریوا په قصدي ډول وژلې.

د سوېلي افریقا پخوانی پارالمپیک اتل لوبغاړی اسکر پیسټوریس د خپلې موډلې ملګرۍ ریوا سټینکمپ د قصدي وژنې په قضیه کې سپین بلل شوی دی.

خو په خطايي ډول د وژنې په اړه یې محکمې پرېکړه جمعې ورځې ته وځنډوله.

د محکمې قاضۍ توکوزیل مسیپا وویل پر پیسټوریس دا تور ثابت نه شو چې ګواکې د خپلې ملګرۍ سره له جنجال وروسته يې هغه په تشناب کې په قصدي ډول وژلې ده.

د قاضۍ پر دې خبره ښاغلی پیسټوریس په محکمه کې په ژړا شو.

اغلې مسیپا وویل پیسټوریس نه پوهېده چې د تشناب دروازې شاته څوک ولاړ دی.

پیسټوریس دا نه مني چې ګنې ده تېر کال د ویلنټاین (مینانو) په شپه په تشناب کې خپله ملګرۍ ریوا سټینکمپ په قصدي ډول په ډزو وژلې.

نوموړې وايي هغه فکر کاوه چې تشناب کې غل دی.

۲۷ کلن پیسټوریس له دې پېښې وړاندې هم پر ده په عامه ځایونو کې د ډزو او په ناقانونه ډول د وسلو ساتلو تورونه رد کړې دي.

د محکمې د پرېکړې د اعلان پر مهال ښاغلی پیسټوریس اندېښمن ښکارېده او څو وارې په ژاړ شو.

Image caption د محکمې د پرېکړې د اعلان پر مهال ښاغلی پیسټوریس اندېښمن ښکارېده او څو وارې په ژاړ شو.

قاضۍ وویل پیسټوریس فکر کړی و چې ژوند یې په خطر کې دی ځکه نو د خپلې ملګرې په وژنه یې نه شو تورنولی.

خو قاضۍ په خطایي ډول د وژنې، چې په کې وژنه د بې احتیاطۍ له کبله پېښېږي، په اړه خپله پرېکړه وځنډوله.

د محکمې کار چې د ۲۰۱۴ کال د مارچ پر ۳مه پیل شوی، پر تلویزون هم ښودل کېده او په نړیواله کچه یې د خلکو پام ځان ته را وګرځوو.

له دغې مرګونې پېښې څخه مخکې ۲۷ کلن اسکر پيسټوریس په سوېلي افریقا کې د یوه اتل په څېر پېژندل کېده.

نوموړي د ۲۰۱۲ کال د لندن په پارالمپیک لوبو کې د سرو زرو مډال ګټلی و او په اولمپیک لوبو کې یې هم سیالۍ کړې دي.

۲۹ کلنه اغلې سټینکمپ، موډله او د حقوقو محصله، د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ پر ۱۴مه سوېلي افریقا کې په خپل کور کې د پیسټوریس له خوا د تشناب دروازې شاته درې ډزه لګېدلې وه.

پیسټوریس دا نه مني چې ګنې له پېښې مخکې دوی دواړو سره جنجال کړی و.

ورته مطالب