پیسټوریس په تېروتنې "وژنې" کې ګرم شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption ښايي په تېروتنه د وژنې قضیه کې پیسټوریس ته په راتلونکو دوو اوونیو کې تر ۱۵ کلنو د بند سزا واورول شي.

د سوېلي افریقا په دواړو پښو شل اتل لوبغاړی اسکر پیسټوریس د محکمې له خوا په تېروتنه د خپلې ملګرۍ ریوا سټینکمپ په وژنه کې ګرم بلل شوی دی.

قاضۍ توکوزیل مسیپا وویل دغه لوبغاړي په پېښه کې په "بې غورۍ" ګام پورته کړ او د تشناب دروازې پر لور یې ډزې وکړې خو فکر یې کاوه "چې تشنباب کې غل دی".

اغلې مسیپا وویل دا ثابته نه شوه چې ګنې پیسټوریس خپله ملګرۍ په قصدي ډول وژلې ده.

په محکمه کې د بي بي سي خبریال اڼدریو هارډینګ وايي چې د حکم له صادرېدو وروسته د خلکو منځ کې احساسات څرګند نه وو ځکه ټولو د دغه ډول حکم وړاندوینه کوله.

ښايي په تېروتنه د وژنې قضیه کې پیسټوریس ته په راتلونکو دوو اوونیو کې تر ۱۵ کلنو د بند سزا واورول شي.

خو حقوقي کارپوهان وايي چې له ۷ نه تر ۱۰ کلنو پر بند هم محکومېدلی شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ریوا سټینکمپ د کورنۍ غړو د محکمې حکم ته غوږ نیولی.

ښاغلی پیسټوریس دا نه مني چې ګواکې ده تېر کال خپله ملګرۍ اغلې سټینکمپ له یوې لفظي شخړې وروسته د مینانو (وېلېنټاین) په شپه په قصدی ډول وژلې ده.

نوموړی وايي چې خپله ملګرۍ یې په تېروتنې ویشتلې ده.

قاضۍ هم دا خبره منلې او وايي "دا خبره له پامه نه شو غورځولی چې پیسټوریس په حقیقي ډول دا ډار درلود چې ښايي تشناب کې غل وي".

خو نوموړې وویل: "تورن پوهېده چې د تشناب دروازې شاته یو کس شته او ده پر دروازې د ډزو کولو پرېکړه وکړه".

"زه په دې اند یم چې تورن په ډېره بیړه ګام پورته کړ او له اړتیا ډېر ځواک یې وکاروو. واضحه ده چې ده په خپلو کړنو کې بې پروايي کړې ده".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په دې عکس کې له پېښې سملاسي وروسته په وینو ککړ پیسټوریس لیدل کېږي.

د دې تر څنګ پیسټوریس په یوه هوټل کې د ډزو د پېښې په تړاو له وسلې سره د بې پروایې په قضیه کې هم ګرم وبلل شو.

خو په دوو نورو ورته قضیو کې چې په عامه ځای کې د ډزو پېښه او په خپل کور کې په ناقونونه ډول د مرمیو ساتل وو، دی بې ګناه وبلل شو.

تر دې وړاندې، پیسټوریس پرون (سپتمبر ۱۱مه) د خپلې موډلې ملګرۍ ریوا سټینکمپ د قصدي وژنې په قضیه کې سپین بلل شوی و.

د محکمې کار چې د ۲۰۱۴ کال د مارچ پر ۳مه پیل شوی، پر تلویزون هم ښودل کېده او په نړیواله کچه یې د خلکو پام ځان ته را وګرځوو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسکر او ریوا له دغې مرګونې پېښې درې میاشتې وړاندې له یو بل سره معرفي شوي وو.

له دغې مرګونې پېښې څخه مخکې په دواړو پښو شل ۲۷ کلن اسکر پيسټوریس په سوېلي افریقا کې د یوه اتل په څېر پېژندل کېده.

نوموړي د ۲۰۱۲ کال د لندن په پارالمپیک لوبو کې د سرو زرو مډال ګټلی و او په اولمپیک لوبو کې یې هم سیالۍ کړې دي.

۲۹ کلنه اغلې سټینکمپ، چې موډله او د حقوقو محصله وه، د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ پر ۱۴مه سوېلي افریقا کې په خپل کور کې د پیسټوریس په لاس د تشناب دروازې شاته درې ډزه لګېدلې وه.

ورته مطالب