د امريکا حکومت ياهو ته د ورځې ۲۵۰ زره ډالرو جريمې "ګوتڅنډنه" کړې

د انځور حقوق Getty

ياهو وايي د امريکا حکومت ورته ګوتڅنډنه کړې که يې د کاروونکو معلوماتو له ورسپارلو ډډه وکړه، د ورځې به يې ۲۵۰ زره ډالره جريمه کوي.

د محکمې چارو سندونو له مخې د امريکا ملي امنيت اېجنسۍ له ياهو غوښتنه کړې چې د څار له نويو لارو چارو سره دې ځان سم کړي، يو داسې څه چې یاهو وايي د دغه هېواد له اساسي قانون سره سمون نه لري.

دا چې دغه حکم له اساسي قانون سره سمون لري که څنګه، ياهو يې په اړه د محکمې یوې ننګونه کې پاتې راغلی دی.

خو د دغې قضيې جزئيات د پنجشنبې پر ورځ هغه مهال راووتل چې يوه فدرالي قاضي يې د ځينو موادو پرانيستلو امر وکړ.

د یاهو قانوني سلاکار رون بېل وويل د دغو موادو خپراوی "د روڼوالي لپاره يو مهم بری دی".

یاهو ويلي حکومت يوه قانون کې بدلون راوستی چې له مخې يې د انټرنېټ له خدمتي شرکتونو د کاروونکو معلومات وغواړي، چې ورسره دا قضايي ننګونه راپورته شوه. د امريکا ملي امنیت پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن تېر کال دغه پروګرام وسپړه.

خو د محکمې سندونه په ډاګه کوي چې د ټکنوولوژۍ شرکتونو او د امريکا حکومت ترمنځ د څار پر سر شخړې او ډغرې د اډوارډ سنوډن له راز سپړنو هم کلونه شاته غځېږي.

د قضيې په اړه دا نوي مواد چې لومړی واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپاره کړي وو، د ښاغلي بېل په وينا په ګوته کوي چې "موږ بايد څنګه پر دې لارې هرپله سره د امريکا حکومت د څار هلې ځلې ننګولی".

دی وايي "که مو له ځان سمولو ډډه وکړه، يو ځل د امريکا حکومت راته د ورځې ۲۵۰ زره ډالرو جريمې ګوتڅنډنه وکړه".

شاوخوا ۱۵۰۰ مخه داسې سندونه چې پخوا د راز خبره ګڼل کېده،د امريکا يوې فدرالي محکمې له خوا پرانيستل شوي دي.

ورته مطالب