اولاند د داعش پرضد د نړیوال ګام اخیستو غږ وکړ

د انځور حقوق AP

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د پاریس سرمشریزې ته په وینا کې وویل، دا چې نړۍ د اسلامي دولت د کړنو په اړه اندېښمنه ده،‌ باید پروړاندې یې په نړیواله کچه ګام واخیستل شي.‌

نوموړي دا څرګندونې د پاریس د سرمشریزې پرانیستونکې غونډې ته وکړې.‌

د ۱۰ عربي هېوادونو په ګډون نژدې ۴۰ هېوادونو په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پروړاندې د جګړې پیلولو د همکارۍ د ایتلاف جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.‌

دا سرمشریزه منځني ختيځ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تر څو ورځني سفر وروسته جوړه شوې ده.‌

ښاغلي کیري، چې پخپله هم د دغې سرمشریزې ګډونوال دی،‌ د یوه داسې پلان د ملاتړ په لټه کې دی،‌ چې بارک اوباما یې تېره اونۍ اعلان کړی و.‌

اسلامي دولت په عراق او سوریه کې ډېرې سیمې د حکومت له کنټروله ایستلې او اوس دوی پرې واکمن دي.

د امریکا د استخباراتي سي آی اې د یوه راپور له مخې،‌ اسلامي دولت په سیمه کې د ۳۱ زرو ترمنځ‌جنګیالي لري، چې د اروپايي هېوادونو په ګډون،‌ د نژدې ۸۹ هېوادو وګړي پکې جنګېږي.‌

د فرانسې پلازمینه پاریس کې نن دوشنبې د عراق د امنیت او د اسلامي دولت پر وړاندې د مبارزې د څرنګوالي ډول په اړه یو نړیوال کنفرانس پیل شو. د پاریس په دې کنفرانس کې کېدای شي ایران او سوریه برخه پکې وانخلي.

ایران دغه کنفرانس یو "نمایشي" وباله او رد یې کړ، خو د سوریې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي د 'اسلامي دولت' پر وړاندې ائتلاف به هغه مهال ګټور تمام شي چې د سوریې په ګډون د روسیې او ایران برخه اخیستل پکې اړین وګڼل شي.

تر اوسه لسو عربي هېوادنو د امریکا په غوښتنه د دغې ډلې پر وړاندې په عراق او سوریه کې پر مبارزې هوکړه کړې ده.

د امريکا د بهرنيوچارو وزير جان کېري ویلي، څو عرب هېوادونه دې ته چمتو دي چې د اسلامي دولت د اورپکو پر وړاندې هوايي بريدونو کې برخه واخلي. همدارنګه ښاغلي کېري ویلي، د عراق حکومت بايد د دې ډول گام له اوچتېدو سره موافقه وکړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير څرګنده کړې وه چې د هغو ژمنو له کبله هڅيدلى، چې د منځني ختيځ او نورو هېوادونو له لوري د اسلامي دولت پرضد د همکارۍ په برخه کې ورسره شوي دي. له سي بي ایس تلویزیون سره په خبرو کې ښاغلي کېري ويلي، ځینو هېوادونو خو ان د خپلو ځمکنیو ځواکونو د استولو وړاندیز هم ورته کړی خو د ده په خبره دمګړۍ امریکا نه غواړي چې ځمکني ځواکونه واستوي:"ښه ده، موږ د ځمکنیو ځواکونو پر استولو غور نه کوو. ځینې هېوادونه شته چې د خپلو ځمکنیو ځواکونو د استولو وړاندیز یې کړی دی خو د اوس لپاره موږ پر دې غور نه کوو او ځواب دا دی چې ځینې هېوادونه شته چې دې چارې ته یې چمتوالی ښوولی دی. . اوس موږ یې همغږي کوو او دا به مناسبه نه وي چې اعلان وکړو چې دا هېواد دې دا کار او هغه دې هغه کار وکړي." امریکايي چارواکي څرګنده کړې وه، چې د امریکا ترڅنګ به نور هېوادونه د عراق له خوا د اجازې له ورکولو وروسته په هوايي بریدونو کې برخه اخلي. په همدې حال کې د استرالیا صدراعظم ټوني ابټ اعلان کړی و چې هېواد یې ۶۰۰ پوځیان او پوځي الوتکې عربي اماراتو ته استوي چې د اسلامي دولت پرضد په جګړه کې برخه واخلي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امریکايي چارواکي وايي، چې د امریکا ترڅنګ به نور هېوادونه د عراق له خوا د اجازې له ورکولو وروسته په هوايي بریدونو کې برخه اخلي

نوموړي ويلي، دغه کار د امریکا په غوښتنه ترسره کوي چې په وینا یې د عراق صدارعظم یې اجازه هم ورکړې ده.

عراقیان

بل خوا ملګري ملتونه د عراقیانو په اړه وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې نژدې دوه میلیونه عراقیان له خپلو مینو بي ځایه شوي دي.

د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلري اموس په بغداد کې خبریالانو ته وویل، چې په دومره شمېر کې بي ځایه شوي عراقیان په هېواد کې بشري بحران رامینځ ته کوي. دا وايي:"عراق له جدي بشري بحران سره مخامخ دی.د جنورۍ له میاشتې راهیسې یو اعشاریه اته میلیونه عراقیان بي ځایه شوي چې ګڼ شمېر یې له خپلو خپلوانو او نورو ټولنو سره اوسيږي." آغلې اموس زیاته کړه چې بي ځایه شویو عراقیانو د سرپناه په برخه کې یو جدي بحران رامینځ ته کړی دی. د نوموړې په وینا څه باندې نیمايي کورنۍ په پارکونو، نورو سرخلاصو ځایونو ، د لویو لارو تر غاړو، نابشپړو ودانیو، مذهبي ځایونو او ښوونځیو کې اوسېږي.

ورته مطالب