ناټو اوکراین ته د وسلو ورکول پيل کړل

د انځور حقوق AP
Image caption کيف او لويديځ روسيه تورنوي چې ختيځ اوکراين کې لاس وهنه کوي

د اوکراين ددفاع وزير ويلي، د ناټو غړو هېوادونو اوکراين ته د وسلو ورکول پيل کړي، چې له سرتيرو سره يې په ختيځ اوکراين کې له روسي پلوه بيلتون پالو سره په جگړه کې مرسته وکړي.

وليري هيلتي د وسلو د ډول او د هغه هيواد په اړه چې دا وسلې يې اوکراين ته ورکړي دي جزييات نه دي ورکړي. تر دې دمخه ورته يوه ادعا د امريکا د متحده ايالتونو په گډون د ناټو د غړو هېوادونو له لوري رد شوې وه . د اوکرايين لومړى وزير وايي ناټو يوازينى سازمان دى، چې کولاى شي له روسيې څخه د اوکرايين دفاع وکړي. کيف او لويديځ روسيه تورنوي چې ختيځ اوکراين کې لاس وهنه کوي. خو ماسکو دا خبره رد کړې ده، چې خپل عسکر يې ختيځ اوکرايين ته استولي دي چې د اوکراييني ځواکونو په وړاندې جگړه کې د روسي پلوه ياغيانو مرسته وکړي. د اپريل راهيسي د ختيځ اوکراين دنيڅک او لوهانسک سيمو کې جگړې روانې دي. د رپوتونو له مخې ٢٦٠٠ کسان په دغو جگړو کې وژل شوي دي. د سيپټمبر د پنځمې نېټې راهيسي دغلته د اوکرايني ځواکونو او روسي پلوه بيلتون پالو ترمنځ اوربند پر خپل ځای پاتې دی.

خو رپوټونه وايي، چې له اوربند سره سره د دنيڅک په شاوخوا کې نښتې روانې دي.

د ښار چارواکي وايي، ډزو کې يوشمير ملکيانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. سيمه کې خبريالان وايي، ډزې د دنيڅک هوايي ډگر شاوخوا کېږي چې د اوکراييني ځواکونو په ولکه کې دى .

ورته مطالب