بغداد ته څېرمه امریکا پر "داعش" بمبار کړی

د انځور حقوق Getty
Image caption د امریکا د پوځي قوماندې مرکز وايي، تر اوسه یې د عراق په بېلابېلو سیمو کې د "اسلامي دولت" ډلې پر وړاندې ۱۶۲ ځلې بمبارۍ کړې دي.

پنتاګان وايي، د امریکا متحدو ایالتونو د عراقي ځواکونو په ملاتړ بغداد ته څېرمه د "اسلامي دولت" ځایونه بمبار کړل.

دا بریدونه په عراق کې د امریکايي ولسمشر بارک اوباما له خوا د هوايي بریدونو د پراخولو تر امر وروسته شوي دي.

د امریکايي ځواکونو د قوماندې مرکز ویلي، ځواکونو یې د "اسلامي دولت" پر مرکزونو دوه ځلې بمباري کړې ده.

دوی وايي، بمباري یې سنجار ته څېرمه او د بغداد په جنوب لوېدیځ کې د عراقي ځواکونو له ملتیا سره کړې ده.

سرچینه وايي "لومړی د بغداد سوېل لوېدیځ کې بمباري وشوه."

سوریې ته خبرداری

دا بریدونه داسې مهال پیل شوي، چې واشنګټن د اروپايي او عربي هېوادونو په ملتیا د "اسلامي دولت" پروړاندې د پراخو عملیاتو د یوه نړیوال ایتلاف جوړولو په درشل کې دی.

"اسلامي دولت" ډله دا مهال د عراق او سوریې پر مهمو سیمو واکمنه ده.

د امریکا پوځ وايي، سنجار کې بمبارۍ د "اسلامي دولت" ډلې "شپږ موټر ویجاړ شوي، او د بغداد جنوب لوېدیځ کې یې د 'اسلامي دولت' د جګړې هغه یو مرکز هم له منځه وړی، چې پر عراقي ځواکونو یې بریدونه پکې سمبالول."

پر همدې مهال، امریکايي ادارې خبرداری ورکړی، که چېرې د امریکايي الوتکو د مخنیوي لپاره سوري پوځ راووځي، نو د سوریې خاوره کې به هم امریکا د "اسلامي دولت" پروړاندې بریدونه پیل کړي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، بشارالاسد باید د "اسلامي دولت" پروړاندې بریدونو کې د امریکا مخې ته ونه درېږي، ځکه چې واشنګټن ته د سوریې د هوايي دفاع مرکزونه ښه مالوم دي.

د امریکا د پوځي قوماندې مرکز وايي، تر اوسه یې د عراق په بېلابېلو سیمو کې د "اسلامي دولت" ډلې پر وړاندې ۱۶۲ ځلې بمبارۍ کړې دي.

ورته مطالب