په لومړي ځل، د "ډیزني" څېرې په دبۍ کې

د انځور حقوق DISNEY
Image caption له امریکا نه بهر په یوه عربي هېواد کې د کنګل پر سر ددغې نندارې جوړېدو لپاره ټیک ۴۲۵ ساعته چمتووالی روان و.

د ډیزني مشهوره څېره میکي ماوس او ملګري یې د دبۍ ننداره کې مېلمانه وو، دوی د Rocking Ever After په نامه ننداره کې د ډیزني د نړۍ له ټیټو او ژورو ډکې حکایتي تمثیلي ټوټې وړاندې کړې.

په دبۍ کې پر کنګلي نندارځي د ډیزني نهو نندارتونونو لومړنۍ برخه پیل شوه.

په دغې دوه ساعته نندارې کې د ډیزني له نړۍ بېلابېلې کیسې او حکایتونه مینه والو ته وړاندې شول.

د ډیزني د نندارې ویاند علي حیدر وویل، د دبۍ په ننداره کې د ډیزني څلور کیسې وړاندې شوې:

"د Rocking Ever After دغه ننداره څلور کیسې لري، دوه نوې کیسې او دوه پخوانۍ، پخوانۍ کیسې بیوټي ان ده بیسټ او لېتل مارمي په نامه دي، او نوې کیسې یې د برېو اوټنګلډ په نومونو دي. طبعاً په دوی کې د میکي ماوس، میني ماوس، ډانلډ ډاک او ګوفي په څېر مشهورې څېرې دي، چې په تېرو ۳۵ کلونو کې امریکا او اروپا کې نندارې جوړوي، خو دا لومړی ځل دی، چې په دبۍ کې دغه ننداره جوړېږي. "

خو د کنګل پر سر د ډیزني د نندارو د چارو مشر ډیویډ براون وویل:

غږ: "دغه ننداره د ماشومانو ډېره خوښه ده، ځکه چې د ډیزني مشهورې څېرې پکې لوبېږي، د کنګل پر سر د ډیزنی ننداره د نړۍ په څه باندې ۷۵ ښارونو را ګرځېدلې، چې نژدې ۳۰۰ میلیون کسانو کتلې ده، دغه ننداره به په راتلونکو اتو میاشتو کې اروپايي هېوادونو ته هم ورسېږي."

د انځور حقوق
Image caption په ننداره کې ۴۰۰ ډوله رڼاګانې وکارول شوې، او ۳۹ مسلکي ستوري پکې ولوبېدل.

ددغې دوه ساعته نندارې د ۴۰۰ ټوټو کالیو لپاره ۳۵ زره متره ټوکر ته اړتیا ده.

په ننداره کې ۴۰۰ ډوله رڼاګانې وکارول شوې، او ۳۹ مسلکي ستوري پکې ولوبېدل.

"له درې کلنۍ راهیسې مې پر کنګل ښویېدل پیل کړي، نیا مې په اولمپیک کې ګډون کوونکې وه او خپله تجربه یې ماته ولېږدوله، د کنګل پر سر د اولمپیک په څېر حرکتونه کېږي چې تماشاچیان حیران کړي. "

نندارې د ماشومانو زړونه خپل کړل او ډېر هغه خوبونه یې په حقیقت بدل کړل، چې د ډیزني په اړه یې لرل، خو لویانو ته یې هم د ماشومتوب یادونه ور په زړه کړل

له امریکا نه بهر په یوه عربي هېواد کې د کنګل پر سر ددغې نندارې جوړېدو لپاره ټیک ۴۲۵ ساعته چمتووالی روان و.