چینایی مسلمان فعال د بېلتون غوښتنې په تور محاکمه کېږي

الهام توهتي د انځور حقوق AFP
Image caption الهام توهتي د بېلتون غوښتنې په لمسون تورن دی.

یو وتلی اویغورڅېړونکی د چین په اورمچي ښار کې سختو امنیتي تدبیرونو کې د بېلتون غوښتنې په تور محکمې ته وړاندې شوی.

پر الهام تهوتي تور دی، چې د ورانکارو یوې ډلې غړی دی او ‎وايي د اویغور انلایني پاڼې او د بیجینګ مینژو پوهنتون کې یې د لکچرونو له لارې) د بېلتون غوښتنې نظریات خپرول.

د اقتصاد دغه پخوانی پروفیسور جنورۍ کې د تیانن مین میدان ځانمرګي برید ته د حکومتي غبرګون له غندلو وروسته ونیول شو.

ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې او د امریکا متحدو ایالتونو د ښاغلي توهتي د خوشي کېدو غوښتنه کړې.

نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

د چارشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۷) د ښاغلي توهتي د محاکمې ارزونې لومړنۍ جلسه جوړه شوه.

د هغه د محاکمې تر جلسې څو ساعته مخکې، یو شمېر کسان د محکمې ودانۍ مخې ته ولاړ وو.

د انځور حقوق AP
Image caption الهام توهتي نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

د الهام توهتي مدافع وکیل وايي، موکل یې د بېلتون غوښتنې هغه تور رد کړی، چې د چین په قوانینو کې یې سزا عمري بند یا اعدام دی.

د هغه په وینا، په تېره یوه میاشت کې ښاغلي توهتي د زندان په ډېر ناوړه وضعیت کې شپې سبا کړې، چې د زندان د ننه یې هم پښې په ځنځیرونو تړل شوې دي.

د توهتي مېرمن هم ویلي، چې د مېړه روغتیا یې له خطر سره مخامخ شوې ده.

د محاکمې تر پیلېدا مخکې، د اړدوړ ضد پولیس د ارومچي ښار کې ځای پرځای شوي، چې د خلکو تګ راتګ په ډېر دقت سره څارل کېږي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د الهام توهتي نیول کېدل او محاکمه غندلي، خو د امریکا دولت او اروپايي اتحادیې له چینايي چارواکو د هغه خوشي کول غوښتي.

په چین کې د اروپايي اتحادیې استازي ویلي، ښاغلی توهتي "په سوله ییز ډول او د چین د قوانینو په چوکاټ کې فعالیت درلود". هغه له چینايي چارواکو د توهتي خوشي کول غوښتي او دا چې د نوموړی درملنه باید وشي.

د اروپايي اتحادیې یوه چارواکي د جرمني، بریتانیا او کاناډا له دیپلوماتانو سره یوځای د دغه چینايي سیاسي فعال په محاکمه کې د ګډون لپاره ارومچي ته سفر کړي، خو دولتي چارواکو په دې محاکمه کې د هغوی ګډون کولو ته اجازه نه ده ورکړې.

د انځور حقوق AP
Image caption د توهتي مېرمن غزال نور هم ویلي، چې د مېړه روغتیا یې له خطر سره مخامخ شوې ده.
د انځور حقوق AFP
Image caption د الهام لور جوهر توهتي د خپل پلار محاکمه بې عدالتي بولي.

الهام توهتي په تېره جنورۍ کې تر نیول کېدا وروسته، له "ورانکارې" ډلې سره د تړاو په تور ټینګ کړای شو.

توهتي په ۲۰۱۱ کال کې لیکلي وو "د زړه له کومي هیله مند یم، چې زما ټاټوبی سینکیانګ د چین د نورو سیمو په څېر له حقونو برخمن شي، خو اندېښمن یم چې د اوسني وضعیت په موجودیت کې به زما ټاټوبی او هېواد تجزیه شي."

د چین بېلتون غوښتونکې سینکیانګ د چین په شمال لوېدیځ کې ده، چې د "چین ترکستان" په نامه هم بلل کېږي.

ددغې سیمې ډېری اوسېدونکي اویغوري مسلمانان دي، چې د بېلتون غوښتونکو فعالان هم پکې اوسېږي.

"د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ" په څېر ځینې سیمه ییزې ډلې له چین نه ددغې سیمې بېلوال غواړي، خو د "ختیځ ترکستان د خپلواکۍ سازمان" په څېر ځینې نورې ډلې بیا خپل ځانونه له ترک ولس سره ځانونه تړي.

په وروستیو کلونو کې، ارومچي ښار او د سینکیانګ ځینې نورې سیمې د دولت ضد اعتراضي خوځښتونو شاهدې وې، چې ډېر ځلې په خونړیو پېښو تمام شول.

د چین حکومت د اویغور بېلتون غوښتونکي د هېواد په نورو برخو کې د تاوتریخوالي لامل بولي.

ورته مطالب