د الوتکې قهرېدلې سپرلۍ پاکستاني سیاستوال وشړل

د انځور حقوق
Image caption کله چې رحمن ملک الوتکې ته نژدې کېږې، په الوتکه کې ناست کسان یې مخه نیسي او وايي سیاستوال باید د انسانانو په څېر چلند وکړي.

د دوو پاکستاني سیاستوالو یوه ویډیو خپره شوي، چې پکې دوه سیاستوال لیدل کېږي، د الوتکې قهرېدلو سپرلیو له لوري له الوتکې بهر شړل کېږي.

دغه ویډیو د الوتکې یوه مساپر ثبت کړي، چې د کورنیو چارو په پخواني وزیر رحمن ملک او د پارلمان پر یوه غړي تور لګوي، چې کراچۍ نه اسلام اباد ته تلونکې الوتکې د دوی له کبله دوه ساعته ځنډېدلې ده.

کله چې رحمن ملک الوتکې ته نژدې کېږې، په الوتکه کې ناست کسان یې مخه نیسي او وايي سیاستوال باید د انسانانو په څېر چلند وکړي.

خو ښاغلي ملک په ټویټر پیغام کې لیکلي، چې الوتکه د تخنیکي ستونزې له کبله ځنډېدلې وه، د پاکستاني هوايي شرکت په وینا الوتکه د (حقیقي) تخنیکي ستونزو له کبله ځنډېلې وه، خو وايي دوه کارکوونکي یې د (غیر ضروري) ځنډ رامنځته کولو له کبله له دندو ګوښته کړي دي.

د الوتکې له مساپرو نه یوه حسن عسکري بي بي سي ته وویل، چې څه پېښه شوې وه:

''یو شمېر کسان بې تفاوته وو، مثلاً شاتنۍ لاره کې ناست کسان، زه فکر کوم دوی د پاکستاني هوايي شرکت الوتکې ځنډولو کې کاروول شوي، خو کله چې خلک په دې اړه وپوهېدل، ګڼو کسانو اندېښنه څرګنده کړه، ځینو بیا دې باره کې ټوکې هم کولې، چې وايي موږ غواړو الوتکې کې پر موجودو ټلویزیوني پردو باید د دوی بښنې غوښتنه خپره شي. کله چې د پارلمان غړی الوتکې ته راغی، ورنه وغوښتل شول، چې بهر ووځي او ګڼو کسانو پرې نارې کړې، چې باید خجالت شي. ''