د داعش د توطيې پر وړاندې د استراليايي پولیسو مبارزه

د انځور حقوق police

د استرالیا لومړي وزیر توني ابټ ویلي، د دغه هېواد پولیسو د هغې ډلې غړي نیولي چې په قصدي ډول یې د 'ښکاره وژنې' هوډ درلود.

د رپوټونو پر بنسټ دوی غوښتل د اسلامي دولت ډلې 'داعش' په لارښوونه خلک ووژني.

ښاغلي ابټ وويل، د استخباراتي رپوټونو د تر لاسه کولو وروسته د دغو خلکو د نیولو حکم صادر شو.

د سیډني او برسبن په ښارونو کې له ۸۰۰ نه ډیرو پولیسو د داعش غړو د نیولو په عملیاتو کې برخه اخیستي وه.

په استرالیا کې د سخت دریځو پر ضد دا تر ټولو لوی عملیات و.

د استرالیا رسنیو په دغه اړه رپوټونو کې ویلي چې دغو وګړو هوډ درلود یو استراليايی د داعش په بیرغ کې ونغاړي او سر ترې پرې کړي.

نن به یو سړی د تروریستي حملې د تر سره کولو د توطیې په تور محکمې ته حاضر کړای شي.

په سیډني کې د بي بي سي خبریال جان دانیسون وايي، په عام محضر کې د یوه استرالیايي د سر پرې کولو توطیې خبر به د دې ځای ډیری خلک او منځلارو مسلمانانو په ګډون هیښ کړي.

د بي بي سي خبریال وايي، د سیډني ډیری مسلمانان هغه څه چې په عراق او سوریه کې تیریږي پرې خوښ نه دي خو هیڅ وخت به تاوتریخوالي ته مخه نه کړي دغه ډول بریدونه د مسلمانانو له ټولنې سره د دوښمنۍ لامل کیدای شي.

ورته مطالب