سکاټلند د جلاکېدو یا نه جلاکېدو په اړه پرېکړه کوي

د انځور حقوق
Image caption دریو ورځپانو د سکاټلند ټول پوښتنې په اړه درې سروې ګانې خپرې کړې دی

له بریتانیا نه د سکاټلنډ بېلتون او یا ورسره پاتې کېدو پرېکړې په اړه به نن ( سپتامبر ۱۸ ) سکاټلنډ کې ټولپوښتنه ترسره شي. دا په تېرو څه دپاسه ۳۰۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې د سکاټلنډ خلک داسې پرېکړه کوي. د بریتانيا د پاليسۍ له مخې د لومړي ځل لپاره ۱۶ کلن او ۱۷ کلن ځوانان هم په رايه اچونه کې برخه اخيستلای شي.

د دوو تازه نظر پوښتنو پایلې جوتوي، چې د خپلواکۍ تر لاسه کولو مخالفین یو څه مخکښ دي.

بل خوا دواړه لوري هڅه کوي د هغو کسانو ملاتړ تر لاسه کړي چې تر اوسه یې یوه لوري ته د رایې ورکولو پرېکړه نه ده کړې.

د سکاټلند ازادۍ غوښتونکو په ګلاسګو مرکز کې یو غونډه وکړه او خلک یې د ( هو ) رایې ورکولو ته وهڅول.

دوی سره نژدې واټن کې د خپلواکۍ مخالفانو هم غونډه وکړه او په وینا یې له برتانیا نه د خپلواکۍ اخیستو لپاره دلیلونه کمزوري دی.

هغو نظر پوښتنو کې، چې د برتانیا ( د سن ) او ( د ټایمز ) ورځپاڼو لپاره تر سره شوې، جوتیږي چې ۴۸ سلنه کسان د خپلواکۍ پلويان دي او دغه راز ۵۲ سلنه کسان د دغې غوښتنې خلاف دي.

په دغه نظر پوښتنه کې ۶ سلنه هغه کسان دي چې لا تر اوسه یې پرېکړه نه ده کړې.

یوه بله نظر پوښتنه چې د ډیلي ریکارډ ورځپانې لپاره تر سره شوې، ښيي، چې۵۳ سلنه کسان د خپلواکي اخیستو مخالفان دي او ۴۷ سلنه ازادي غوښتونکي دي، دغه راز ۹ سلنه هغه کسان دي چې لا تر اوسه یې پرېکړه نه ده کړې.

د کمپاین په وروستۍ ورځ الیکس سیمنډ، د سکاټلنډ د خلکو په نوم یوه لیک کې وويل، دوی د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د پرېکړې کولو اختیار لری.

د سې شنبې په ورځ د بریتانیا د دریو ګوندونو مشرانو یوه هوکړه لیک لاسلیک کړه، چې وايي که د سکاټلنډ خلک له بریتانیا د نه بیلېدو پرېکړه وکړي، سکاټلنډ ته به ډېر اختیارات ورکړل شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption که د سکاټلنډ خلک له برتانیا د نه بیلېدو پرېکړه وکړي، سکاټلنډ ته به ډېر اختیارات ورکړل شي

دغه ژمنه بریتانوي ورځپانې ( ډیلي ریکارډ ) خپره کړې، چې ډېوېډ کامېرون، ایډ ملی بینډ او نک کلیګ پرې لاسلیکونه کړي دي. له بریتانیا نه د سکاټلنډ بيلتون غوښتونکي وايي سکاټلنډ یوازې هغه مهال ډېر واکونه تر لاسه کولای شي، چې له بریتاینا نه ګوښی شي.

ژمنه درې برخې لري

په لومړۍ برخه کې ژمنه شوې، چې د سکاټلنډ پارلمان ته به ( د یوه عمل له لارې او په ټاکلي وخت ) پراخ واکونه ورکړل شي. د دغه عمل او مهال وېش پرېکړه به د دریو ګوندونو مشران کوي.

په دویمه برخه کې ویل شوي، ټول درې مشران موافق دي، چې یوازې د وسایلو د مناسب وېش له لارې برتاینا کولای شي باوري کړي، چې د ټولو لپاره د فرصتونو او خوندیتوب زمینه برابره کړي.

د ۱۹۹۷ کال د سپتامبر په ۱۱ مه، یانې پوره ۱۷ کاله مخکې د سکاټلنډ خلکو د واک د وېش لپاره رایې ورکړې، چې پایله کې یې له ۳۰۰ کلنې اوږدې مودې وروسته سکاټش پارلمان رامنځته شو.

دریمه برخه کې ویل شوي، چې د روغتیايي خدمتونو ( این ایچ ایس ) لپاره د پېسو ورکړې په اړه به د سکاټلنډ حکومت پرېکړه وروستۍ هغه وي.

د لومړي وزیر ډېوډ کامېرون او اپوزېسیون مشر اېډ ملي بینډ په ګډون د بریتاینا ټول سیاسي مشران هڅه کوي، د سکاټلنډ خلک وهڅوي، چې له بریتانیا بېل نه شي.

د بریتانیا شاهي ماڼۍ، بکنګم پیلس سرچینې وايي، سکاټلنډ خلک له برتانیا سره ګډون غواړي او که بېلتون، پرېکړه د دوی په لاس کې ده او ملکه نه غواړي د راتلونکې اونۍ پر ټولپوښتنه اغیز وکړي.

خو دا پوښتنه په خپل ځای ده، چې که د سکاټلنډ خلک د خپلواکۍ لپاره رایې ورکوي، نو د بریتانیا له شمالي پولې هاخوا به د بریتانیا د ملکې پر رول څه ډول اغیز وشي.

اوروپا کې کارپوهان وايي، د سکاټلنډ له ګوښي کېدو سره به اروپا کې بېلتون غوښتونکي تحریکونه زور واخلي او د بېلتون غوښتنې هیلې به هم شدت ومومي.

ورته مطالب