د سکاټلنډ مشر وزیر الېکس سلمونډ دنده پرېږدي

Image caption ښاغلي سلمونډ وویل ډېر ویاړ لري چې نږدې ۱،۶ میلیونه وګړو د خپلواکۍ په حق کې رای ورکړې.

د سکاټلنډ مشر وزیر الېکس سلمونډ په ټولپوښتنه کې د خپلواکۍ له ردېدو وروسته د استعفا پرېکړه کړې ده.

د دې تر څنګ به نوموړی د سکاټلنډ له ملي ګونده (ایس این پي) هم استعفا کوي.

له بریتانیې د جلا کېدو او خپلواکۍ د تر لاسه کولو په ټولپوښتنه کې هو ۵۵ سلنه او نه ۴۵ سلنه رای درلودې.

ښاغلي سلمونډ وویل: "د مشر په توګه زما وخت بشپړ دی خو د سکاټلنډ کمپاین دوام لري او د خپلواکۍ خوب به هېڅکله له منځه ولاړ نه شي".

نوموړي زیاته کړه ډېر ویاړ لري چې نږدې ۱،۶ میلیونه وګړو د خپلواکۍ په حق کې رای ورکړې.

۵۹ کلن ښاغلی سلمونډ له ۲۰ کلو راهیسې د خپل ګوند مشري کړې ده.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون ویلي، د بریتانیا پارلمان کې درې ګوندونه به پر خپلو ژمنو ودرېږي او سکاټلنډي پارلمان ته به نور واکونه ورکړي.

نوموړي دا هم ویلي، اوس هېواد د لاغوره راتلونکي پر لور بېولو وخت دی.

دی زیاتوي، چې په انګلستان، ویلز او شمالي آیرلنډ کې وګړي باید لاغوره راتلونکی ولري.

نوموړي یوځل بیا خپلې هغه ژمنې تازه کړې، چې سکاټلنډ ته به د مالیو، لګښت او ټولنیزې هوساینې راوستلو په تړاو لانور واکونه ورکړي.

ورته مطالب