ایراني نڅاګرو ته د زندان او دُرو سزا

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption "Happy we are from Tehran" وېډیو ته په تېره مې میاشت کې د ایراني چارواکو پام وروسته تر هغه واوښت، چې تر ۱۵۰۰۰۰ ډېرو کسانو وکتله.

د هغو شپږو نیول شویو ایراني نڅاګرو وکیل وايي، موکلینو ته یې تر یوه کال او ۹۱ دُرو پورې سزاګانې ټاکل شوې دي.

که څه هم دغه کسان په زندان او دُرو وهلو محکوم شوي، خو د حکم عملي کېدل درې کاله ددې لپاره ځنډول شوي، که کوم بل تور پرې ولګېږي، ځای به یې زندان وي.

دوی د فارل ویلیمز د خوښۍ سندرې ته نڅېدلي وو.

په وېډیو کې درې نارینه او درې نجونې د تهران په کوڅو او د بامونو پر سر د نڅا په حال کې لیدل کېږي.

په شپږو میاشتو کې دغه وېډیو پر یوټیوب تر یو میلیون ډېرو کسانو وکتله.

د تورنو وکیل فرشید روفګران وايي، په وېډیو کې زیاتره نڅېدلي په شپږو میاشتو بند، خو مشر یې په یو کال زندان محکوم شوي وو.

"Happy we are from Tehran" وېډیو ته په تېره مې میاشت کې د ایراني چارواکو پام وروسته تر هغه واوښت، چې تر ۱۵۰۰۰۰ ډېرو کسانو وکتله.

ددغې نڅاګرې ډلې غړي د ایران د د اسلامي قانون د سرغړونې د مخنیوي د پولیسو له خوا ونیول شول.

دغه کسان د حکومت پر یوه تلوېزیون هم راڅرګند شوي، چې ویل یې د خوشحالۍ لپاره یې دا وېډیو خپره کړې ده.

د دوی د نیولو په اړه د بشري حقونو نړیوالو ډلو غبرګونونه وښودل، او د خواله پر رسنیو یې د دوی د خوشي کېدو غوښتنې وکړې.

د ویلیمز سندره د روان کال لومړیو کې د اوسکار جایزې ته نومول شوې وه.

ویلیمز هم پر دې نیونې نیوکه کړې وه.

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي وو "دا تر خپګان هم لویه خبره ده، دغه کسان د خوشحالۍ خپرولو په تور نیول شوي".