کامیرون سکاټلنډ ته د نورو واکونو ورکولو ژمنه وکړه

ډیویډ کامیرون یوځل بیا خپلې هغه ژمنې تازه کړې، چې سکاټلنډ ته به د مالیو، لګښت او ټولنیزې هوساینې راوستلو په تړاو لانور واکونه ورکړي.
د عکس تشریح،

ډیویډ کامیرون یوځل بیا خپلې هغه ژمنې تازه کړې، چې سکاټلنډ ته به د مالیو، لګښت او ټولنیزې هوساینې راوستلو په تړاو لانور واکونه ورکړي.

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون ویلي، د بریتانیا پارلمان کې درې ګوندونه به پر خپلو ژمنو ودرېږي او سکاټلنډي پارلمان ته به نور واکونه ورکړي.

نوموړي دا هم ویلي، اوس هېواد د لاغوره راتلونکي پر لور بېولو وخت دی.

دی زیاتوي، چې په انګلستان، ویلز او شمالي آیرلنډ کې وګړي باید لاغوره راتلونکی ولري.

نوموړي یوځل بیا خپلې هغه ژمنې تازه کړې، چې سکاټلنډ ته به د مالیو، لګښت او ټولنیزې هوساینې راوستلو په تړاو لانور واکونه ورکړي.

سکاټلنډيانو د خلکو د ګډون له اړخه په يوه بې سارې رايه اچونه کې له برتانيا سره د پاتې کېدو په حق کې رايه ورکړه او خپلواکي يې رد کړه.

د يوځای پاتې کېدو کمپاين مشر الېسټر ډارلنګ وويل سکاټلنډيانو په بې ضرورته جلا کېدو يو ځای پاتې کېدل غوره کړل.

د سکاټلنډ مشر وزير الېکس سلمونډ چې د خپلواکۍ کمپاين مشري يې کوله خپله ماتې منلې ده.

د مارګرېټ کېلې په نوم يوه رايه ورکوونکې په همدې هيله وه، چې تر لاسه شوې ده:

د عکس تشریح،

له تېرو څه باندې درو سوو کلونو راهیسې سکاټلنډ د بریتانیا تر واکمنۍ لاندې و.

"ډېره وارخطا وم، ستومانه وم او دې شېبې ته په انتظار وم. ټوله شپه مې خدای ته لاسونه پورته کړي و او دوعا مې کوله چې هر کس هو غوره کړي."

که څه هم تر اوسه رای اچونه دوام لري، خو ښکاري چې پر موجوده پایلو به ډېر اغېز ونه کړي.

تر اوسه له بریتانیا سره د پاتې کېدو په پلوي ۵۵ سلنه او د خپلواکۍ په پلوي ۴۵ سلنه رایې اعلان شوې دي.

په دې رای اچونې سره د اسیا په بازارونو کې د پاونډ ارزښت هم لوړ شدی دی.

له تېرو څه باندې درو سوو کلونو راهیسې سکاټلنډ د بریتانیا تر واکمنۍ لاندې و.

د سکاټلنډ مهم ښار او مرکز ګلاکسو کې، چې د بریتانیا درېیم لوی ښار دی، د خپلواکۍ او یوځای پاتې کېدو پلویانو رایې ورکړې، چې د خپلواکۍ غوښتونکو رایې ۱۹۴۷۷۹ او د پاتې کېدو د پلویانو رایې ۱۶۹۳۴۷ ته رسېدلې.

د رای اچونې د مرکزونو تر تړل کېدا وروسته یوې حکومتي وېبپاڼې پخپله نظرپوښتنه کې خپلواکۍ ته د "نه" رایې اچوونکو کچه ۵۴ سلنه او د خپلواکۍ غوښتونکو سلنه ۴۶ اعلان کړې ده.

کلامنچر هغه لومړنۍ سیمه وه، چې د خپلواکۍ نه اخیستو په پلوۍ یې پایلې راووتې.

په رای اچونه کې د خلکو خلکو د ګډون کچه اووه نوي سلنه ښودل شوې، چې د رایې ورکولو حق لري.

دا د بریتانیا په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې شپاړس کلونو ته هم د رای اچونې حق وکړل شو.

د عکس تشریح،

د سکاټلنډ مشر وزير الېکس سلمونډ چې د خپلواکۍ کمپاين مشري يې کوله خپله ماتې منلې ده.

د عکس تشریح،

له هېواد بهر هم د رای اچونې لپاره ۲۶۰۸ مرکزونه جوړ شوي وو.

د رای اچونې لپاره تر دوو زرو ډېر مرکزونه پرانیستل شوي وو، چې د پنجشنبې پر ماښام لس بجې رای اچونه پای ته ورسېده.

شاید دغه پایلې د جمعې ورځې پر ګهیځ د شپږ نیمو او اووه نیمو بجو ترمنځ اعلان شي، کټ مټ لکه د بریتانیا د ۲۰۱۰ کال د پارلماني ټاکنو او د سکاټلنډ پارلمان د ۲۰۱۱ کال د ټاکنو پایلې چې پر همدې وخت اعلان شوې وې.