مست استرالیايي د تمساح برید شنډ کړ

Image caption په ۱۹۷۱ کال کې له خوندي اعلانېدو وروسته د تمساحو په شمېره کې زیاتوالی راغلی دی.

یو استرالیایی ښکاري وايي د یوه تمساح په سترګو کې د ګوتو وهلو له لارې یې د دغه ستر ژغوي له بریده ځان ژغورلی دی.

دغه ۲۰ کلن استرالیایی چې سټیفن مورین نومېږي وویل اوبو ته د یوې ویشتل شوي مارغه د رایستلو په موخه ننوتی و چې تمساح ونیو او د اوبو لاندې یې کش کړ.

ښکاري چې کله د دوه متره اوږده تمساح په سترګو کې لاس وواهه نو دی یې خوشې کړ.

وروسته بیا د ښکاري د تره زوی تمساح وویشته. ښاغلي مورین ومنله چې هغه مهال (یو څه نشه و).

نوموړی وايي له برید وروسته د امبولانس په انتظار کې یې د جزئي ټپونو د درد ارامولو لپاره یو څه نور بیر هم وڅښل.

ښاغلي مورین د استرالیا د اې بي سي خبري چینل ته وویل:

(زما ملا ګرېدلې او لاس مې هم ژوبل شوی دی. تمساح زما یو څه پوستکی شکولی او دوه درې ځایه یې سوری کړی یم).

پېښه د جمعې په شپه (سپتمبر ۱۹مه) د استرالیا په پېپي مینارتي سیمه کې چې د ډاروین سیمې سوېل لوېدیځ لور د ۳۲۰ کیلومترو پر واټن پروت دی را منځ ته شوه.

تېره میاشت یوې سترې تمساح د استرالیا په اډېلېډ سیند کې یو کب نیونکی وژلی و.

په ۱۹۷۱ کال کې له خوندي اعلانېدو وروسته د تمساحو په شمېره کې زیاتوالی راغلی دی.

د استرالیا په ګرمو شمالي سیمو کې یې شمېر په ځانګړې ډول ډېر دی.

د مارچ میاشت کې د استرالیا حکومت هغه پلان رد کړ چې پر بنسټ یې په شمالي سیمو کې د تمساح د ښکار اجازه غوښتل شوې وه.

ورته مطالب