کیري: ایران د 'داعش' ضد ایتلاف کې همکاري کولی شي

د عکس سرچینه، Getty
کیري وايي: ''د اسلامي دولت ضد ایتلاف یوازې پوځي بڼه نه لري.''
په تېرو څو ورځو کې تهران او واشنګټن د "اسلامي دولت" (پخواني داعش) پر وړاندې مبارزه کې د همکارۍ په اړه بېلابېلې څرګندونې لرلې.
امریکا وايي، که څه هم ایران د "داعش" پرضد مبارزې او ایتلاف ته نه دی بلل شوی، خو همکاري کولی شي.
جان کیري ویلي: "د ایران په ګډون د نړۍ کابو ټول هېوادونه د داعش پروړاندې مبارزه کې ونډه لرلی شي."
ښاغلي کیري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې مشري کوله، ناستې ته وویل، د یوه مذهبي خوځښت په جامه کې باید سخت دریځې ډلې ته اجازه ورنه کړل شي.
کیري دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د امریکايي او ایراني استازو ترمنځ د "اسلامي دولت" د خطر په اړه پټې خبرې افشا شوې.
تېره اونۍ د امریکا متحدو ایالتونو ویلي وو، دا به مناسبه نه وي چې د "اسلامي دولت" پروړاندې ایتلاف کې "ایران، چې په سوریه او نورو هېوادونو کې لاسوهنې کوي، ګډون ولري."
وړاندې، د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنئي ویلي وو، شخصاً یې د امریکا هغه وړاندیز رد کړی، چې د "اسلامي دولت" پر وړاندې د مبارزې په برخه کې امریکا د همکارۍ غوښتنه ترې کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم ویلي، د "اسلامي دولت" له خوا "لوی خطر" یوازې په بمبارۍ له منځه نه شي تللی.
د عکس سرچینه، US DEPARTMENT OF STATE
کیري دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د امریکايي او ایراني استازو ترمنځ د "اسلامي دولت" د خطر په اړه پټې خبرې افشا شوې.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې د "اسلامي دولت" ډلې پروړاندې د عراقي حکومت د ملاتړ ډېرولو غوښتنه کړې ده.
په دغه اعلامیه کې، چې د امنیت شورا د ۱۵ غړو له خوا خپره شوې، د "اسلامي دولت" له خوا د عراقیانو او د نورو هېوادونو د وګړو د وژنې، تښتونې او ځورونې په اړه ډېره اندېښنه ښودل شوې ده.
د شورا غړو ویلي، د "داعش" ځینې کړنې د "جنګي جرمونو" او د "بشرضد" کړنو تر کچې رسېدلي.
جان کیري ویلي: "دغه ترهګري پخپلو کړنو کې ډېر سخت زړي دي، بندیان وژني او ماشومان او ښځې تښتوي او تېري ورباندې کوي."
بل خوا، د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفري د خپل هېواد له لوري د "اسلامي دولت" پروړاندې د نورې پوځي، اقتصادي او مالي همکارۍ غوښتنه کړې ده.
الجعفري وايي: "دا لوی ګواښ باید نه یوازې د عراق له خوا له منځه یووړل شي، بلکې نور هېوادونه د عراق لاسنیوی وکړي."
د عکس سرچینه، BBC World Service
د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، د دغه هېواد جنګي جېټ الوتکو عراق کې پر ''اسلامي دولت'' بمبار کړی.