ترکیه وايي د ۶۶ زرو کردي وګړو کوربه توب کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption له تېرو درو کلونو راهیسې په سوریه کې د واکمن نظام پرضد پاڅون له پیلېدا راهیسې ترکیې ته تر ۸۷۴ زرو ډېر کډوال اوشتي.

د ترکیې حکومت ویلي، د هغو زرګونو کردي کډوالو کوربه توب کوي، چې په سوریه کې د "اسلامي دولت" د پرمختګ او وژنې له وېرې له خپلو سیمو ترکیې ته اوښتي.

ترکي چارواکو دا هم ویلي، تر شپږ شپېتو زرو ډېر کډوال له تېرې جمعې ورځې راهیسې له سوریې ور اوښتي دي.

بل خوا، ویل کېږي، چې له ترکیې نه د سوریې سرحدي "عین العرب" ښار ته د"اسلامي دولت" پرضد له جنګېدونکو ځواکونو سره د یوځای کېدا په نیت لږترلږه درې سوه کردي وسله وال رسېدلي.

په "عین العرب" ښار کې تر ډېره کردان اوسېږي.

له تېرو درو کلونو راهیسې په سوریه کې د واکمن نظام پرضد پاڅون له پیلېدا راهیسې ترکیې ته تر ۸۷۴ زرو ډېر کډوال اوشتي.

ترکیې د تېرې جمعې په ورځ کردي وګړو ته خپله هغه سرحدي پوله پرانیسته، چې له خپلو مېنو د جګړو له کبله تېښتې ته اړ شوي.

یوه کردي قومندان ویلي، د "اسلامي دولت" جنګیالي له دې ښاره نژدې ۱۵ کیلومتره لیرې ځای پرځای شوي.

د سیمې کردانو د سوریې په شمال کې د "اسلامي دولت" په پرمختګ سره د مرستې غوښتنه کړې.

عین العرب ښار د سوریې شمال کې د اسلامي دولت سخت دریځو او حکومت دواړو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

کردي ځواکونو نژدې هغه سل کلي پرېښي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ اسلامي دولت جګړه پرې کړې وه.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، اسلامي دولت کوباني ته څېرمه په هغو کلیو د ماشومانو په ګډون ۱۱ کردي ولسي وګړي اعدام کړي، چې دوی پرې واکمن دي.

ورته مطالب