بان کې مون د نیویارک لاریون کې برخه اخلي

د انځور حقوق Getty
Image caption د ځمکې د تودوخې په اړه وروستۍ ناسته په ۲۰۰۹ کال کې کپنهاګ کې تر سره شوې وه

د ملګرو ملتونو مشر بان کې مون نن یکشنبې (سپتامبر۲۱) په نیویارک کې له هغو زرګونو لاریون کوونکو سره به یو ځای شي چې د ځمکې د تودوخې له امله اندېښمن دي.

د نیویارک لاریون چې د ملګروملتونو دفتر هم هلته دی د نړۍ له هغو دوو زرو اعتراضي لاریونونو څخه دي چې د ځمکې په تودوخه کې د انسان منفي رول په اړه ترسره کېږي.

په دې اړه به د نړۍ د ۱۲۵ هېوادونو مشران د راتلونکې سه شنبې په ورځ په نیویارک کې سره وګوري.

د ځمکې د تودوخې په اړه وروستۍ ناسته په ۲۰۰۹ کال کې کپنهاګ کې شوې وه چې له ناکامۍ سره مخامخ شوه.

د نیویارک ناسته د نړۍ د اقلیم په اړه د یوې معاهدې د هوکړې د انګیزې رامنځ ته کول دي چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې به یې ټول هېوادونه لاسلیک کړي.

بان کې مون ویلي، په نني لاریون کې د برخې اخیستو په اړه د ده هڅه د ځمکې د ګرمېدو د مخنیوي په اړه د ده ملاتړ څرګندوي.

د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال ال ګور او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس به هم د نیویارک په لاریون کې برخه واخلي.

د نیویارک لاریون جوړونکي له تیرو شپږو میاشتو را په دې خوا په بېلا بېلو هېوادنو او ښارونو کې لکه نایجریا، بریتانیا او برازیل کې د دوو زرو لاریونونو په جوړولو بوخت وو.

دوی په دې باور دي چې په لاریونونو کې د خلکو پراخه برخه اخیستنه له پامه نه شي غورځېدلی.

د ملګرو ملتونو مشر غواړي چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشران د ډي اکسید کاربن او نور شینکوریزه غازونو په کمښت کې برخه واخلي او له شتمنو هېوادونو یې له هغو هېوادونو سره مرسته غوښتې چې د ځمکې د ګرمېدو له امله یې ډیر زیان لیدلی دی.

ورته مطالب