ناتو: په اوکراین کې اوربند 'یوازې لفظي دی'

د عکس سرچینه، Reuters
جنرال بریدلاو وايي، په اوکراین کې وضعیت ښه نه دی
په اروپا کې ناټو پوځي مشر وايي، د اوکرایني ځواکونو او بیلتون غوښتونکو اورپکو ترمنځ اوربند یوازې په ،لفظي بڼه، تر سره شوی.
د اوکراین په ختیځ کې دواړو خواوو له پنځلسو ورځو مخکې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره هوکړه کړې وه خو دغه اوربند تر اوسه څو ځلې مات شوی دی.
جنرال بریدلاو چې په لیتوانیا کې خبرې کولې وویل:"دا مهال په اوکراین کې روان وضعیت ښه نه دی."
له دې سره نوموړي د هغه هوکړه لیک په اړه خوشبني وښوده چې تیره شنبه په مینسک کې د اوکراین استازو، د اوکراین د ختیځ بیلتون غوښتونکو، روسیې، د امنیت سازمان او اروپايي همکارانو په مټ لاسلیک شو.
د اوکراین په ختیځ کې د ناکراریو له امله تر درې زرو ډیر خلک وژل شوي.
د ښاغلي بریدلاو په وینا، تیره اونۍ په اوکراین کې د روسي ځواکونو ځینې برخې روسیې ته ور وګرځېدې خو دغه ځواکونه اوکراین ته د بيرته ګرځېدو لپاره له پوره چمتوالي نه برخمن دي.
روسیه اوکراین ته د سرتیرو استول او د بیلتون غوښتونکو تمویلول ردوي.
د روسي چارواکو په وینا، د دغه هېواد ځواکونه چې د بیلتون غوښتونو ترڅنګ جګړه کوي هغه سرتیري دي چې په داوطالبانه ډول دغه هېواد ته تللي.
په مینسک کې د لاسلیک شوي هوکړه لیک په بنسټ دواړه خواوې د ۳۰ کیلومترو په شاوخوا کې به یوه پوله بېلوونکې کرښه جوړوي او ټول بهرني اورپکي به د نښتې له سیمې نه بهر کېږي.
همدارنګه دواړو خواوو د شخړو له ځای نه د پوځي الوتکو د الوتو پر ممنوع اعلانولو هوکړه کړې.
همداشان دوی سره سلاشوي چې پر شخړمنه سیمه کې به عملیات نه کوي.