راتلونکي لپاره د اوبو د ساتلو نوې لارې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دلته یوه څاڅکی اوبه هم نشته.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي په اوسني وخت کې د نړۍ یو پر درې برخه خلک په لږ اوبه لرونکو سیمو کې ژوند کوي. اټکل کېږي چې په راتلونکي کې به دا حالت نور هم خراب شي.

د نستله شرکت مشر، پیټر برابک وايي د اوبو د کمښت ستونزه د نړۍ د اقلیمي بدلون تر ستونزې هم جدی ده. هغه وایي اوبه مخ په کمېدو دي او باید د دې ستونزې حلولو ته د لومړیتوب حق ورکړو.

دا حالت کېدای شي د خوراکي شیانو د کمښت، ناروغیو د خپرېدو او حتی د جګړو سبب شي.

د اوبو کمښت پر سوداګرۍ او نړیوال اقتصاد هم بد اغېز کولای شي. اوبه د انرژي په شان د صنعت او اقتصاد لپاره ضروري عنصر دی.

د (بلو تک) په نامه د اوبو د تکنالوژۍ د یوې څېړنیزې موسسې مشر، پول او کالاهان وايي که موږ اوبو ته لاسرسی و نه لرو د سترو صنایعو او سوداګرۍ لپاره د خطرونو د پېښېدو له نظره به د څه ډول یو حالت سره مخ شو.

‎کېداې شي تولید بند شي او د شرکتونو د ونډو پر بیو بد اغېز وکړي نو ځکه د پانګوالو له نظره دا یوه جدي مسله ده.

د ځان د ساتلو او د لګښتونو د کمولو په خاطر د کاغذ جوړولو نه نیولې بیا تر تیلو او غازو پورې ټولو تکنالوژي ته مخه کړې ده.

د مثال په توګه په امریکا کې د نیسلې شرکت د پیزې جوړولو څانګې د اوبو د یو شرکت سره لاس یو کړی چې د خپلې کارخانې د اوبو د سړولو په دستګاو کې د اوبو مصرف کم کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption قیمتي زیرمه: که سوداګري شرکتونه د خپلې اړتیا وړ اوبو د ساتلو لپاره زیار ونه باسي خپل راتلونکي به په خطر کې واچوي.

په سترو کارخانو کې د ماشینونو سړولو لپاره د اوبو څخه د کار اخیستلو په وخت کې باید جدي مقررات په نظر کې ونیول شي.

د دوی لپاره د اوبو سخت والی او القلي توب یوه ستونزه ده. د معمولي کیمیاوي موادو په کارولو سره نه شي کولای اوبه له ترسباتو څخه پاکې کړي.

خو د (جي ای) شرکت د پرمختللې تکنالوژۍ په مرسته کولای شي د کارول شویو اوبو څخه بیا بیا ګټه واخلي او په میلیونونو ګېلنه اوبه وژغوري.

د کارخانو د فاضله یا ناپاکو اوبو د پاکولو بهیر په ترڅ کې نور اضافي مواد هم پیدا کېږي چې د چاپیریال د ککړتیا سبب کېږي او له منځه وړل یې هم نور لګښت غواړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نوترینزیک کمپنۍ د امریکا د اوهایو په ایالت کې کارخانه پرانیزي

امرکايي کمپنۍ نوترینزیک یوه نوې طریقه موندلې چې د کارخانې په فاضله یا ناپاکو اوبو کې موجود غذايي مواد د څارویو لپاره په با کیفیته خوراکي موادو بدلوي.

د نوترینزیک کمپنۍ مشر لیو ګینګراس وايي نورې کارخانې موږ ته په وړیا توګه خپلې نا پاکه اوبه راکوي او موږ د ځانګړو موادو په مرسته هغې کې بدلون راولو.

د دې کار په نتیجه کې د کارخانو لګښتونه کمېږي او نوترینزیک د څارویو لپاره خوراکي مواد برابروي.

چاپېریال هم له زیانمنو شیانو څخه ژغورل کېږي او ټولنه د خپلو حیواناتو لپاره د پرتینو او خوراکي موادو نوې زیرمې ترلاسه کوي.

په نړۍ کې د اوبو زیاتره برخه پر کرهڼې لګول کېږي چې دا د نړۍ د څښلو وړ اوبو ۷۰ سلنه کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ډریپتک شرکت وايي د دوی د ځمکو د خړوبولو سیستم د نورو په پرتله ۷۰ سلنه لږ لګښت لري

بزګران کولای شي د خړوبولو د ډریپ سیستم په مرسته د اوبو لګښت ډیر کم کړي.

په دې طریقې کې د اوږدو پلاستیکي نلونو په مرسته د اړتیا وړ اوبه په کروندو کې بوټو ته رسول کېږي.

اوبه څاڅکي څاڅکي خو په دوامداره توګه جریان لري. دا کار هم ډیر لګښت غواړي.

خو د ډریپتک کمپنۍ په هندوستان کې داسې یو سیستم جوړ کړی دی چې د نورو تکنالوژیو په پرتله ۷۰ سلنه ارزانه دي.

د دې کمپنۍ یوه مشره سارا هوبر وايي د خړوبولو د ډریپ زیاتره اوسني سیستمونه د هندي بزګرانو لپاره ډیر ګران دي.

هغه وايي په دې وروستیو کې یې د انستاکیت په نامه د خړوبولو د ډریپ داسې یو سیستم جوړ کړی چې کیدای شي په یو هکتار ځمکه کې په دریو ساعتونو کې په کار واچول شي.

دا ټول سیستم په دریو بکسونو کې ځاییږي او بزګران کولای شي هغه په خپله نصب کړي او په کار يې واچوي.

دا سیستم دومره سپک دی چې یو ځای نه بل ځای ته په آسانۍ سره لېږدول کیدای شي او په تېره بیا هغو کروندو لپاره ښه دی چې پکې په نوبتي ډول بېل بېل شیان کرل کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ژور تندر په نامه د آې بي ایم کمپنۍ د هوا د حالاتو د وړاندوینې سیستم

د (د قیقې کرهنې) په سیستم کې د کرهنیزو محصولاتو د زیاتولو لپاره د (جي پي اس) خدمتونو سنسورنه د سترو معلوماتي وسایلو او ان ډرون الوتکو څخه کار اخیستل کېږي.

د آې بي ایم د هوا د حالاتو د وړاندوینې د ژور تندر سیستم په دقیقه يي توګه د بزګرانو لپاره د هوا د حالاتو اټکل کوي او د هغوی د موبایل ټیلیفونونو له لارې ورته خبر ورکوي.

په زیاتېدونکي توګه ډېر تولیدي او سوداګریز شرکتونه کوښښ کوي چې په خپلو کارخانو کې د اوبو لګښت کم کړي.

د مثال په توګه د کالیو د رنګولو په صنعت کې د یو کیلو ګرام ټوکرانو د رنګولو لپاره ۱۰۰-۱۵۰ لیتره اوبه لګول کېږي.

خو د رنګولو د نویو طریقو له برکته اصلا له اوبو نه کار نه اخیستل کیږي.

د ډایکو هالندي شرکت د نایک او آیکیا شرکتونه اوس کولای شي د لوړ فشار لرونکي کاربن داې اوکساید په مرسته ټوکران رنګه کړي او له اوبو نه کار وا نخلي.

په دغو نویو طریقو کې د فاضله موادو کچه هم خورا ډېره کمېږي او د استعمال شوي کاربن اوکساید ۹۵ سلنه بیا له سره کارول کېږي او نه ضایع کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د تېر جون په میاشت کې د نایک شرکت د ټوکرانو د رنګولو خپل لومړنی بې اوبو سیستم را منځته کړ

دغسې نوښتونو نه یوازې د دې صنعت د پایښت لپاره ګټه وکړه بلکې د هغوی شهرت یې هم ډېر کړ.

د بلو تک شرکت مشر پول کالاهان وايي په تېر وخت کې د کوکا کولا پر شرکت تور لګول شوی و چې ترځمکې لاندې اوبو زیرمو ته یې زیان رسولی.

دغسې تورونو پر دې شرکت بد اغېز کړی و.

خو اوس چې دا شرکتونو نورو هیوادونو لکه هندوستان ته ځي نو هلته د ژوند د چاپیریال د ساتنې لپاره ګامونه پورته کوي او د ترځمکې لاندې اوبو ساتنه کوي.

ظاهرا ښايي داسې وبرېښي چې د دوی دا کار د دوی عایداتو ته کومه ګټه نه لري خو په حقیقت کې په دې ډول هغوې د اوږدې مودې لپاره په دغه سیمه کې دخپلو کارخانو راتلونکی خوندي کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کولمبیا په تاریخ کې د وچکالۍ تر ټولو بده منظره

ورته مطالب