چین کې چاودنې دوه کسان وژلي دي

د عکس سرچینه، b
هانګ کانګ کې زده کوونکو لاریون کړی
چین کې دولتي رسنیو ویلي، په لوېدېځ سینکیانګ ایالت کې د یوې چاودنې پایله کې دوه کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د چین دولتي خبري اژانس په وینا د لونتای سیمې د چاودنې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.
چینايي چارواکي، سینکیانګ کې ډېری وخت د خونړیو بریدونو پړه پر اوغور بيلتون غوښتونکو اچوي، چې مسلمانان دي.
د یو بل خبر له مخې هانګ کانګ کې زده کوونکو لاریون کړی د هانګ کانګ زرګونو زده کوونکو د چین د حکومت له لوري د معمول ټاکنیز سیستم د اصلاح راوستو په غبرګون کې د یوې اونۍ لپاره د درس بندولو اعتصاب کړی.
په دغه لاریون کې د پوهنتونونو او نورو تعلیمي بنسټونو زرګونو محصلینو او زده کوونکو ګډون کړی.
دا لاریون د هغه یوه لوی لاریون پیلامه ګڼل کېږي، چې د اکتوبر پر لومړۍ یې د پیلېدو لپاره چمتووالی نیول شوی و.
دغه لاریون د دیموکراسۍ پلوي خوځښت مرکزي اشغال له خوا سمبال شوی.
د چین حکومت د هانګ کانګ د ازادو ټاکنو مخالفت کړی، چې په دې سره یې د لوېدیځ په بڼه د دیموکراټیک نظام د جوړېدو هیلې هم غوڅې کړې دي.
دغه لوی لاریون د بېلابېلو ډلو له خوا چمتو شوی.