ترکیې ته ۱۰۰ زره کډوال وراووښتي دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملګري ملتونه: ترکیه هر ډول مرستو ته چمتو ده خو د کډوالو شمېر ډیر دی

ترکیې د خپلې پولې پر سر ځیني لارې وروسته له هغه وتړلې چې له سوریې نه په تیرو دوو ورځو کې شاوخوا یو لک کردي کډوال ترکیې ته ورواوښتل.

دغه پریکړه وروسته له هغې ترسره شوه چې د یکشنبې په ورځ کردانو او د ترکیې امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ برخې چارواکو بي بي سي ته وویل، د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت جنګیالیو د پرمختک له کبله له جمعې تر یکشنبې ماښامه یو لک کډوال له پولې اوښتي او ترکیې ته د ننه شوي دي.

چارواکي وايي، د دغې ډلې زیاتره خلک کردان دي چې د کوباني نومي ځای سره تړاو لري چې په دې سیمه کې د اسلامي دولت د اورپکو د کړنو ویره څرګندوي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد پر خلاف له دریو کالو راهیسې د روان پاځون له امله د سوریې او عراق کاونډي هېواد ترکیې ته تر دې دمه شاوخوا اته لکه او ۴۷ زره کډوالو پناه وړې.

د کډوالو زیاتیدل ترکي چارواکي له ستونزو سره مخامخ کړي او تازه کډول له پخوا نه ډک شویو ښونځیو کې ځای پر ځای کوي.

د یکشنبې په ورځ د هغو کردانو او ترکي امنیتي ځواکونو تر منځ شخړه رامنځته شوه، چې کردي مظاهرچیانو د ترکیې سرحد دننه د ازادۍ په حق کې لاریون وکړ.

د معلوماتو له مخې ځینو مظاهرچیانو پر ترکي پوځیانو د تیږوکوزارونه وکړل خو په دغه پېښه کې د چا دټپي کیدو راپور نه دی ورکړای شوی. بل خوا یو شمېر نورو کردانو هڅه کړې سوریې ته ننوځي او د اسلامي دولت ډلې خلاف جګړې کې برخه واخلي، چې ویل کېږي سوري ښارګوټي کوباني ته ډېر نږدې شوي دي.

اسلامي دولت په دې وروستیو کې د کوبان په سیمو کې یو شمېر کلي نیولي دي او اوس یې دغې کردي سیمې ته مخه کړې.

ورته مطالب