یمن کې د سیاسي کړکېچ ختمولو هوکړه شوې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حوثي تحریک مشر حسین العزي(ناست کس) د سولې هوکړه لاسلیکوي او شاته یې د یمن ولسمشر منصور هادي ولاړ دی

د یمن حکومت او شیعه یاغي ډلې حوثيانو یوه هوکړه لاسلیک کړې چې له تېرو څو اونيو راهیسې پیل شوی سیاسي کړکېچ به پای ته ورسېږي.

د دغې هوکړې پر بنسټ به یو نوی حکومت را منځ ته کېږي.

حوثيان او د د دغه هېواد سوېل کې بیلتون پالي به په دریو ورځو کې یو نوی لومړی وزیر ټاکي.

د لومړي وزیر محمد باسندوه له استعفا څو ساعته مخکې په پلازمېنه صنعا کې یاغیانو او حکومتي پوځ ترمنځ نښته رامنځ ته شوې وه.

صنعا کې په دغه بهیر کې یو شمېر کسان ووژل شول او سلګونو نورو کسانو ښار پرېښود او وتښتېدل.

یکشنبې یاغیانو ویلي و چې دوی مهم وزارتونه، دولتي رسنۍ تر ولکې لاندې راوستي دي.

د نښتو له سختېدو وروسته لومړي وزیر محمد باسندوه وویل، چې له خپلې دندې لاس په سر کېږي ترڅو د یاغیانو او ولسمشر عبده ربه منصور هادي ترمنځ د هوکړې لاسلیک ته لاره هواره شي.

صنعا کې د بي بي سي خبریال وايي، د حوثي تحریک په غوښتنو کې د نوي موقت لومړي وزیر تر اختیار لاندې د یوه نیوي ائتلاف حکومت رامنځ ته کول شامل و.

د یمن کورنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې خپور شوي یوه بیان کې راغلي چې امنیتي ځواکونو ته ویل شوي، چې له یاغیانو سره جګړه ونه کړي او ورته ویل شوي و چې دوی د 'پولیسو دوستان' دي.

د حوثي تحریک ویاند محمد عبدالسلام هم ویلي دي چې یاغیان له امنیتي ځواکونو سره ملګري شوي دي.

دوی پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې دغه پاڅون د پوځ او امنیتي ځواکونو ملاتړ له ځان سره درلود.

له دې مخکې د یمن ولسمشر هادي په صنعا کې د یاغیانو دغه برید د ( یوې کودتا ) هڅه، ګڼلی و.

خو په یکشنبه پلازمېنه صنعا کې له یاغیانو سره پر یوې هوکړې لاسلیک وکړ.

د ملګروملتونو استازي جمال بن عمر دغې هوکړې ته لاره هواره کړه.

ورته مطالب