اسرائیلو دوه شکمن فلسطینیان وژلي

د عکس سرچینه، b
د بیت الخلیل والي دغه وژنې قصدي وژنې وبللې
د اسرائیلو پوځ وايي، هغه دوه تنه فلسطینان یې وژلي چې د روان کال په جون کې د دریو اسرائیليانو د تښتولو او وژلو په پېښه کې د لاس لرو شک پرې کېده.
د دغو اسرائيلي هلکانو د وژلو نه وروسته په غزه کې اسرائیلو عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې له ۲۰۰۰ ډیر خلک ووژل شول.
د اسرائیلو د پوځ ویاند وايي، دغه کسان عمر ابو عائشه او مروان القواصمي د بیت الخلیل په سیمه کې د سه شنبې په ورځ په یو لړ عملیاتو کې ووژل شول.
د ویاند په وینا یو فلسطینی د اسرائيلو له پوځ سره په نښته کې ووژل شو.
د اسرائیل دپوځي چارواکو په وینا دویم فلسطینی هم په عملیاتو کې ووژل شو خو په اړه یې لا تراوسه کره معلومات نه شته.
د بیت الخلیل اوسیدونکو رویټرز خبري اژانس ته ويلي، پوځیانو په علی الصبح کې یوه وډانۍ کلابنده کړه چې وروسته بیا د ډزو غږونه واوریدل شول.
اسرائيلي پوځیانو د سه شنبې په سهار د بیت الخلیل د پوهنتون سیمه کې عملیات وکړل.
د اسرائیلو ویاند وویل:"پولیسو او پوځ د دوی د نیولو هڅه کوله چې د ډزو تبادله وشوه موږ ډزې وکړې چې پر موږ هم ډزې وشوې او په دې ډزو کې دوی ووژل شول".
اسرائیلي چارواکي وايي:"دوی د یوه کس مړی ولید خو ګومان کېږي چې دویم کس به یې هم وژل شوی وي".
د رویټرز خبري اژانس په وینا د بیت الخلیل والي کامل حمید پر فلسطیني رادیو د دواړو د وژل کیدو خبره تائید کړې.
ده وویل:"القواصمي او ابو عائشه نن سهار د بیت الخلیل پوهنتون په سیمه کې د پوځ د عملیاتو په بهیر کې ووژل شول موږ دغه وژنه غندو او دا یوه قصدي وژنه وه".
د دریو اسرائیلیانو د تري تم کیدو پېښه د روان کال د جون په ۱۲ رامنځ ته شوې وه او د دوی مړي د جون په ۳۰ مه پیدا شول.
د مړو له پیدا کیدو نه وروسته د جولای په اتمه په غزه کې اسرائيلو بریدونه پیل کړل او په دغه څو اونیزو بریدونو کې ۲۱۰۰ فلسطینيان ووژل شول چې زیاتره یې عام وګړي وو.
د فلسطینو لخوا په ځوابي ډزو کې هم ۶۷ اسرائیلي پوځيان او شپږه عام وکړي ووژل شول.