امریکا د اسامه زوم په عمري بند محکوم کړ

سلیمان ابو غیث او اسامه بن لادن د انځور حقوق AlJazeera
Image caption سلمان ابو غیث (کیڼ لاس ته) د اسامه د مشرې لور مېړه دی.

د امریکا متحدو ایالتونو نیویارک ښار کې یوې محکمې د القاعدې شبکې د بنسټګر او مخکني وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوم سلیمان ابو غیث د "ترهګریزو کړنو" په تور په عمري بند محکوم کړی دی.

۴۸ کلن سلیمان ابو غیث د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې له پېښو وروسته د القاعدې شبکې ویاند و.

نوموړی د القاعدې شبکې یو جګپوړی غړی معرفي شوی، چې د امریکا د ننه محاکمه کېږي.

ابو غیث د کویت دی، چې تېر کال په اردن کې تر نیول کېدا وروسته امریکا ته یووړل شو.

په تېر مارچ کې، د سلیمان ابو غیث محکمې د امریکايي وګړو د وژنې او له القاعدې شبکې سره د همکارۍ په تور "مجرم" وپېژانده.

د انځور حقوق AFP
Image caption په دې محکمه کې یو فلم هم وښودل شو، چې سلیمان ابو غیث پکې امریکا ته ګواښ کوي.

د امریکا د ایالتي محکمې قاضي لویس کپلان د پرېکړې پرمهال سلیمان ابو غیث ته په وینا کې وویل، د اسامه بن لادن دغه زوم د القاعدې شبکې په عملي کولو کې د امریکايي وګړو په وژنه کې "پر هېڅ کار سرپه نه کوي".

په دې محکمه کې یو فلم هم وښودل شو، چې سلیمان ابو غیث پکې امریکا ته ګواښ کوي.

د محاکمې پرمهال، د سلیمان ابو غیث وکیل سټینلي کوهن د هغه ځینې خبرې "احمقانه او بابیزه" وبللې، خو د محکمې له پرېکړه کوونکي پلاوي یې وغوښتل، چې موکل یې پخپله اسامه بن لادن نه دی، او دغه محکمه هم د سپتمبر د یوولسمې په پېښو پورې اړه نه لري.

خو تورن په محکمه کې وویل، یوازې خپله دیني دنده یې ترسره کړې، او هغه دا چې ټول مسلمانان د "ظالمانو او غاصبینو پر وړاندې پاڅون" ته راوبولي.

هغه وویل، بن لادن د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو په شپه له ده وغوښتل، چې د القاعدې ویاند شي.

ابو غیث دا هم ویلي، چې دی د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو په اړه له رسنیو خبر شوی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ابو غیث د القاعدې شبکې یو جګپوړی مشر دی، چې د امریکا محاکمه کې محاکمه کېږي.

سلیمان ابو غیث د اسامه بن لادن د مشرې لور مېړه دی.

امریکایانو د القاعدې شبکې بنسټګر او مخکنی مشر اسامه بن لادن درې کاله وړاندې، د ۲۰۱۱ په مې کې د پاکستان ایبټ اباد په یوه پټنځي کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په لړ کې وواژه.

ورته مطالب