اردن ابو قتاده د ترهګرۍ له تورونو پاک اعلان کړ

ابو قتاده د انځور حقوق EPA
Image caption ابو قتاده د ۲۰۱۳ کال جولای کې له بریتانیا وایستل شو.

یوې اردنۍ محکمې سخت دریځی مذهبي مشر ابو قتاده د ترهګریزو بریدونو په پلانولو کې له لاس لرلو سپین خېژولی دی.

اټکل دی، چې نوموړی به خوشی شي.

په عمان کې د دولت د امنیتي محکمې قاضيانو عمر محمد عثمان، چې په ابو قتاده مشهور دی، د ۲۰۰۰ کال د زریزې په پلمه جوړو شویو مراسمو کې د بریدونو په دسیسې جوړولو کې بې ګناه اعلان کړی.

دا پرېکړه وروسته تر هغه شوې، چې په تېر جون کې ابو قتاده د ۱۹۹۸ کال د اردن په یو لوړ بریدونو کې په دسیسې جوړولو کې سپین اعلان شوی و.

ابو قتاده د ۲۰۱۳ کال په جولای کې له بریتانیا وایستل شو.

له بریتانیا د هغه د ایستلو پر سر د قضايي ارګانونو ترمنځ اوږده لانجه هم وه، خو په پای کې پرېکړه دا وه، چې نوموړی باید پخپل هېواد (اردن) کې محاکمه شي.

اردني چارواکي وايي، ابو قتاده د پلازمېنې عمان په څنډو کې د مارکا سیمې د پوځي اډې په یوه محکمه کې محاکمه شو.

ابو قتاده پرې ټول لګول شوي تورونه رد کړي دي.

"راتلونکی خطر"

د انځور حقوق Reuters
Image caption اټکل دی، چې ابو قتاده به له زندانه ژر خوشی شي.
د انځور حقوق RAF
Image caption بریتانیا ابو قتاده خپل امنیت ته خطر بولي.

که چېرې ابو قتاده خوشی شي، بېرته بریتانیا ته نه شي ستنېدلی.

که څه هم ابو قتاده په ۱۹۹۴ کال په بریتانیا کې د سیاسي پناه اخیستو اجازه ترلاسه کړې وه، خو د بریتانیا امنیتي سازمان هغه د خپل هېواد امنیت ته یو خطر بولي.

دغه مذهبي مشر نژدې لس کاله مخکې، د ځانمرګو بریدونو د جواز فتوا ورکړې وه.

په بریتانیا کې ابو قتاده اړایستل شوی و، چې د زور له لارې د اردن په دوو بریدونو کې خپله ښکېلتیا ومني، خو بیا وروسته دغه تورونه ناسم وختل.

ورته مطالب