د مالیزیايي الوتکو د غمیزو پایلې

د انځور حقوق Reuters

د اوکراین ختيځ په لور د پېښې سیمې ته په موټر کې روان وو. موږ د یوې سترې پېښې خبریالۍ ته روان یو او که رښتیا ووایم، ډېر پارېدلی یم. خو دې احساس ډېر وخت دوام و نه موند.

زموږ موټر یوازې د خنډونو په مخ کې چې نیمه پوځي ځواکونو یې څارنه کوله خپل سرعت ورو کاوه. زموږ پر موټر یې د (تلوېزیون) ټاپه ولیده نو ځکه یې و نه درولو.

که څه هم د لږې مودې لپاره خو د ایم ایچ ۱۷ الوتکې له پېښې وروسته په نړۍ کې د ټولو پام د اوکراین دغې سیمې ته شو.

وخت، هغو خلکو ته چې له دغې پېښې اغیزمن شوي ویشل شوی دی، د ایم ایچ ۱۷ الوتکې له پېښې مخکې ژوند او له پېښې وروسته ژوند.

زموږ موټر چلونکی الیکس د دونیسک اوسېدونکی دی. دی وايي په دې وروستیو کې یې د ژباړې او د خبریالانو د لېږد را لېږد له لارې ډېرې پېسې لاسته راوړې دي.

خو اوس څه کوي لګیا دی، پام یې نه شته. دا ښايي پنځم ځل دی چې الیکس د پېښې سیمې ته ځي.

ما ترې پوښتنه وکړه: "څنګه دی؟"

"دا...." د الیکس ژبه بنده شوه.

"دا داسې دی لکه...." بیا یې هڅه وکړه چې خپله خبره پوره کړي.

څو دقیقې وروسته. موږ د یوې بلې پوستې مخې ته ودرېدو. ما فکر وکړ چې ده زما پوښتنه هېره کړې.

خو ناڅاپه یې غږ وکړ، "....لکه دوزخ، داریوس". زه را ویخ شوم. "راشه او ویې ګوره. په ګلونو کې زموږ دوزخ".

پر ځمکه ښکلي ژېړ ګلونه او تر څنګ یې د الوتکې اوسپنیزې پاتې شونې واقعا یو عجیب انځور وړاندې کوي.

په هوا کې ۹۰۰۰ متره پورته ایم ایچ ۱۷ الوتکې کې په ظاهره د الوتکې ضد توغندي د ګوزار له کبله یو ستره چاودنه را منځ ته شوه چې په پایله کې یې د الوتکې پاتې شونې او مساپر د (ډونبس) په نا پېژندل شوي (ګربوفو) کلي کې د لمر ګلونو په ځمکو کې را ولوېدې.

د خدای شکر دی چې ښايي بدمرغو مساپرو هماغه لحظه خپل ځانونه له لاسه ورکړي وي.

خو مړي یې د سلګونو میلو په سرعت له هوا ځمکې ته را وغورځېدل. د دومره سرعت له کبله د مساپرو کالي وشکېدل او د بدن غړي یې هم ټوټې یا مات شول.

هغه خلک چې په لومړي ځل د پېښې سیمې ته ورسېدل ناشوني او وېرونکي انځورونه یې ولیدل: د ډېرو مړو کالي شکېدلي وو یا په بشپړ ډول بربنډ ول او په غېر طبیعي او بې ډوله بڼو پراته ول.

او بوی یې: د سوځېدلې الوتکې تیل د خبریالانو له هغې مشهورې خبرې سره یوځای شوي وو چې وايي "د مرګ نه غلطېدونکی بوی".

دغه مړي تر څو ورځو همداسې پراته وو. یو ته یې هم درناوی و نه شو. د اوړي د ګرمۍ په دریو ورځو کې مړي وراسته شول.

د مساپرو د سفر توکو هم نا عادي حالت درلود: ډالۍ، د ماشومانو د لوبو رنګارنګ څیزونه: هغه واړه بکسونه چې ماشومان پرې په هوايي ډګر کې د انتظار پر مهال کښېني، د ماشومانو بکسې او کتابونه.

دغه شېبه سړي ځان له اخلاقي پلوه ککړ احساساوه. ان په دغه زهرجنه هوا کې هم ساه کښل نا سم برېښېدل. دغه ناوړه بوی مو له کالیو، وېښتانو او پوټکي سره ځان نښلاوه.

ما ولیدل چې ستړيو مرستندویانو مړي او د مړو پاتې شونې را ټولول او بوجیو کې یې اچول. بیا یې دغه بوجۍ په یوه لارۍ کې ځای پر ځای کول.

دغه مرستندویان له څو ورځو راهیسې دې سیمه کې دي، اوس له یو بل سره دومره نه غږېږي.

دوی دغه چارې ته هېڅ راز چمتووالی نه درلود. د دوی ژوند په بشپړ ډول بدلون موندلی: د ایم ایچ ۱۷ نه مخکې او وروسته ژوند.

موټر چلونکی الیکس یوې خوا ته ولاړ و او له یوه ځايي کس سره یې خبرې کولې. په پېښه کې د دغه سړي کور ته زیان نه و رسېدلی.

(له نیکه مرغه) کلمه به بسنه و نه کړي: که الوتکې یو شل متره نور مزل هم کړی وای نو کور او په کې اوسېدونکي به یې له منځه تللي وای.

دغه سړی هم نیمه پوځي چارواکی دی. په لاس کې یو کلاشینکوف لري. هغه په خواشینۍ سره د الوتکې د پاتې شونو پر لور ګوري.هغه وايي:

"که تاسو مخکې دلته راغلي وای نو ما به درته ویلي وای چې پر هغه سړک لاړ شئ. هلته د کب نیونې یو ډېر ښایسته جهیل دی – موږ به له ماشومانو سره هلته د لامبو لپاره تللو".

د کور څنګ ته د عیسویانو یو ستر صلیب پروت دی، الیکس چې یو ټینګ عیسوی دی وايي عیسی (ع) یې کور وژغوره. خو په دې نه پوهېږي چې ۲۹۸ نور بې ګناه خلک ولې ووژل شول. ګومان کوم له دې ناورین نه وړاندې یې عقیده لا پخه وه.

څو اوونۍ وروسته په لندن کې، یو سهار زه د یو ناڅاپه او زورور خپګان سره را ویخ شوم.

زه بهر نه شم تلی. زه نه غواړم د کار ځای ته ولاړ شم یا له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړم. یا خواړه وخورم. یا ژوندی و اوسم.

دا ذهني ټکان نه و. دا په ناڅاپه ډول د زړه ماتېدل وو.

د ایم ایچ ۱۷ الوتکې پېښه کرغېړنه وه خو دا یو ستر نړیوال جنایت هم و.

څه چې وشو، یو څوک یې مسول دي او باید ترې پوښتنه وشي. زه تر اوسه په زیاتېدونکي ډول په دې اړه فکر کوم: هغه ۲۹۸ کسان چې دیوې ثانیې په شېبه کې مړه شول، هغه چې خپل ماشومان یې و نه شو ژغورلی – هغه چې اوس هم غمجن دي.

زه د ژغورونکو او کلیوالو په اړه هم فکر کوم، چې اړ ول د الوتکې پاتې شونې او بې بڼې شوي مړي را ټول کړي.....او الیکس....او نور ټول چې د اوړي پر یوې ښایسته ورځې د ژېړو ګلونو پر ځمکو د ایم ایچ ۱۷ الوتکې را لوېدو یې په ژوند غمجنه اغېزه وکړه.

ورته مطالب