امنیت شورا د داعش د ځپلو لپاره د اوباما طرحه ومنله

د انځور حقوق Getty

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ځانګړې غونډه کې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ګډون د ځينو هېوادونو مشرانو په کې برخه اخیستې وه یو پریکړه لیک یې صادر کړ چې له جګړه مارو سره د وګړو یو ځای کیدل په کې جرم بلل شوی.

د دې پرېکړه لیک پربنسټ، چې د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړي هېوادونه پرې تړلي، د دغو هېوادنو د وګړو یو ځای کیدل له دغې جګړه مارې ډلې سره او مالي مرستې کول به په کې جدي جرم وبلل شي.

دغه پریکړه لیک د امریکا لخوا امنیت شورا ته وړاندې شو، امریکا هڅه کوي د یوه نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې د ،اسلامي دولت، ډلې پر ضد په عراق او سوریه کې بریدونه وکړي.

دغه پریکړه لیک په ځانګړي ډول اسلامي دولت اورپکو ته څرګنده اشاره نه ده او په ټولیز ډول جګړه مارو په اړه تصویب شوې ده. خو په دغه پریکړه لیک کې د جنګیالیو په وړاندې نظامي اقدام نه دی تصویب شوی. په دغه غونډه کې د نایجریا، عراق، فرانسې، او چاد هېوادنو د مشرانو په ګډون بېلابېلو نور هېوادنو مشرانو هم برخه لرله.

امریکا په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د جنګیالیو پر وړاندې بریدونه سخت کړي دي.

اوباما وویل، هغه خبرې چې نن دلته وشوې باید عملي شي.

ده وویل، هېوادونه باید سره متحد شي تر څو،"له پلو نه د اورپکو د تګ را تګ او د هغوی لخوا د تاوتریخوالو د ګواښونو" مخنیوی وشي. وړاندې اوباما د نړۍ مشرانو ته ویلي و، چې د داعش مرګونې شبکې پر وړاندې همکاري وکړي.

نوموړي ویلي و، چې له ۴۰ ډیرو هېوادونو د داعش پر وړاندې له جګړې سره د یو ځای کیدو وړاندیز کړی دی.

د 'اسلامي دولت' ډلې چې مخکې د داعش په نامه یادیده په سیمه کې د اسلامي خلافت د جوړیدو هوډ کړی. دغه سخت دریځه ډله د عراق او سوریې پر ډیرو مهم سیمو واکمنه ده.

دغې ډلې د ځینیو لویدځ وګړو سرونه پرې کړي دي او تر واک لاندې سیمو کې مسیحي او ایزدي لږکي ځپلې او په شیعه ګانو پسې راخیستې ده.

ورته مطالب