سعودیان هڅه کوي حج د میرس له ویروس خوندي وساتي

Image caption ساینس پوهان تراوسه د میرس (MERS) ویروس او د هغې د خپرېدود ډولونو په اړه په پلټنو بوخت دي

د سعودي عربستان د روغتیايي چارو مامورین وايي هڅه کوي د راتلونکي حج د مراسمو په وخت کې د میرس په نامه د وژونکي ویروس د خپریدو مخنیوی وکړي.

دا ویروس د Middle East Respiratory Syndrome په نوم یادیږي چې د یو لړ سختو تنفسي ستونزو لکه ټوخی، ساتنګي او تبې سبب کیږي.

د بي بي سي د روغتیايي چارو خبریال، تولیپ ماجومدر، ته اجازه ورکړل شوې وه چې په سعودي عربستان کې ددې ناروغي په اړه دا راپور برابر کړي.

د جدې ښار ته نژدې د سعودي په یوه نمجنه طلايي دښته کې مو ولیدل چې د اوښانو یو ساتونکی، عبدالسلام یوسف، د خپل اوښ سره څنګه د مینې ډک چلند کاوه.

یو ښکلی، ستر اوښ یې له غاړې نیولی او مچوه یې.

عبدالسلام ویل، هرسهار چې له خپلو ماشومانو سره له خوبه راپاڅیږي نو لومړی خپل اوښ ته خوراک او اوبه ورکوي.

دا پیاوړي حیوانات په سعودي عربستان کې د تفریح یوه وسیله او د میلیونونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ سرچینه ده.

خو له بده مرغه د نړۍ د یو نوي وژونکي ویروس، میرس، سرچینه هم ده.

په اوښانو کې معمولا د میرس ویروس د یو خفیف ریزش یا والګي سبب کیږي خو د انسانانو لپاره کیدای شي وژونکی وي.

د ۲۰۱۴ کال په آګست کې د میرس ویروس پیښې:

  • سعودي عربستان کې ۷۲۳ پیښې

  • متحدو عربي اماراتو کې ۷۳ پیښې

  • د نړۍ په نوروبرخو کې ۵۹ پیښې

  • دمرینې فیصدي ۴۰٪

  • د ارقامو سرچینه: د اروپا د ناروغیو د مخنیوی او کنترول مرکز

د میرس ویروس په ۲۰۱۲ کال کې په سعودي عربستان کې را څرګند شو او له هغې راهیسې ورباندې له ۷۲۳ نه زیات کسان اخته شوي او ۳۰۲ کسان ېې وژلي.

پر دې ویروس اخته کسانو کې تبه، ټوخی او نفس تنګي لیدل کیږي او همداراز د سږو د شدید التهاب یا پنومونیا او د بډوډو له کاره لویدلو سبب هم کیدای شي.

نژدې ۴۰ سلنه اخته شوي کسان مړه شوي دي.

زیاترو مړوشویو کسانو له مخکې نه ځینې نورې ناروغۍ درلودلې.

په دقیقه توګه نه ده څرګنده چې د میرس ویروس څرنګه له اوښانو نه انسانانو ته انتقالېږي.

ساینس پوهان اټکل کوې چې کیدای شي د اخته شویو اوښانو د پوزې او خولې د افرازاتو یا مایعاتو له لارې انسان ته انتقال شي.

د اوښانو د نا ایشیدلو شیدو له لارې هم دا ویروس انسانانو ته انتقالیدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي هرڅوک چې د اوښانو سره نږدې تماس لري باید د محافظوي وسایلو لکه دستکلو او ماسکونو نه کارواخلي.

همدارز باید خلک د اوښانو نا ایشیدلې شیدې ونه څکوي خو وايي چې له بده مرغه معمولا خلک دا مشورې نه عملي کوي.

په سعودي کې د اوښانو یو ساتونکی عبدالسلام یوسف وايي په تیرو ۱۷ کلونو کې مې هره ورځ نا ایشیدلې شیدې څکلي دي خو ناروغه شوی نه یم.

تراوسه پورې سل په سلو کې نه ده ورښانه چې آیا د دې ویروس اصلي سرچينه به اوښان وي که نه.

ښايي کوم بل حیوان وي لکه شوپرکان (bats).

ساینس پوهان په دې باوردي چې د میرس ویروس د اخته کسانو د ټوخي او عطسې یا پرنجیدو د څاڅکو له لارې له یو انسان نه بل ته انتقالیږي.

که څه هم د سعودي عربستان نه بهر هم د دې ناروغۍ ځینې پیښې لیدل شوي دي خو ستر اکثریت ېې په سعودي کې دی.

په داسې حال کې چې تقریبا دوه میلیونه کسان د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته ځي، د دې ناروغۍ د خپریدو په اړه ډیرې اندیښنې موجودې دي.

د میرس ویروس په اړه د سعودي حکومت د ساینسي چارو سلاکار، پروفیسور طارق مدني وايي د حج د مراسمو د خوندي ساتلو لپاره ېې ټول لازم تدبیرونه په پام کې نیولي دي.

هغه وايي دا چې دا ویروس له یو انسان نه بل ته سرایت کولای شي د حج لپاره یوه ستره اندیښنه ده ځکه چې هلته ګڼه ګوڼه ډیره وي او تنقسي ساري ناروغۍ په کې په آسانۍ سره خپریدای شي.

خو مامورین وايي چې اوس ېې حالات تر کنترول لاندې نیولي دي.

ویل کیږي چې زیاترو کسانو ته د میرس ویروس په دښتو کې له اوښانو څخه نه دی ورغلی بلکه په روغتونونو کې د نورو ناروغانو څخه ورته سرایت کړیدی.

د نظافت او پاکي صفايي مسلې

په روغتونونو کې د ساري ناروغیو د کنترول او مخنیوي د اصولو نه مراعات کیدل د دې سبب کیږي چې د میرس ویروس د اخته کسانو څخه نورو ناروغانو اود روغتون کارکونکوته انتقال شي.

د روغتون کارکونکي چې د نظافت بنسټیز اصول نه عملي کوي، له یو ناروغ نه بل ناروغ ته د تلو په وخت کې خپل لاسونه د صابون سره نه مینځي او په سمه توګه ماسکونه نه اغوندي، د ناروغۍ دخپریدو سبب کیدای شي.

ډاکټر هاني جوخدار وايي د جدې د ملک فهد په روغتون کې د میرس په ویروس باندې د اخته ناروغانو یو په دریمه برخه د روغنون کارکونکي و.

کله چې دومره ډیر روغتیايي کارکونکي ناروغه کیږي دا یو جدي خبرداری او په دې معنا دی چې ددوۍ په کار کې کومه ستونزه شته ده.

دا یوه جدي مسله ده او باید د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره ټینګ ګامونه پورته شي.

کله چې د ناروغۍ د خپریدو نه ۱۸ میاشتې وروسته دا ستونزه لوړې کچې ته ورسیدله، د سعودي پاچا د هیواد د روغتیا وزیر او ځینې نور روغتیايي مامورین له کاره ګوښه کړل او یوه نوې ډله ېې وګمارله.

Image caption سعودي عربستان وايي په روغتونونو کې ېې د مکروبونو د خپریدو د مخنیوي لپاره اوس ډیر جدي تره تدابیر نیولي دي

یواځې وروسته له دې نه و چې حالات په ښه کیدو شول او د ناروغۍ پیښې ورو ورو کمې شوي.

د روغتیا وزارت اوس وايی په زرګونو روغتیايي کارکونکو ته ېې د ساري ناروغیو د کنترول په برخه کې ټینګه روزنه ورکړیده.

د بي بي سي خبریال وايي په سعودي عربستان کې د خپل سفر په وخت کې ېې هلته څه باندې شل کسان د میرس ویروس له امله تر تداوۍ لاندې و.

خو دوی ته اجازه ورنه کړل شوه چې هغوۍ وګوري او یا ېې د کورنیو له غړو سره خبرې وکړي.

ځینو نړیوالو ساینس پوهانو د سعودي حکومت تورن کړی چې د میرس ویروس د خپریدو په اړه ېې له شفافیت نه کار نه دی اخیستی او ډیر وخت په کار دی چې

ساینس پوهان ددې ویروس په اړه خپلې پلټنې بشپړې کړي او دا معلومه کړي چې هغه له کومه ځایه راغلی.

د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنترول مرکز وايي په داسې حال کې چې دوه کاله کیږي د میرس ویروس راپیدا شوی د خواشینۍ وړ ده چې تراوسه پورې د دوۍ په پوهه کې ډیرې تشې او نیمګرتیاوې موجودې دي.

د سعودي روغتیا وزارت وايي د نړیوالو سازمانونو لکه د روغتیا نړیوال سازمان او د امریکا د ناروغیو د کنترول مرکز سره په ښکاره په ګډه کار کوي

چې دا معلومه کړي چې د میرس ویروس له کومه ځایه راغلی او څرنګه خپریږي.

ډیر شیان نه دي روښانه

د سعودي روغیتا وزارت وايي د ناروغۍ د خپریدو په وړاندې یې اقدامات ګړندي کړي، په روغتونونو کې ېې د ساري ناروغیو د مخنیوي چارې له پخوا نه ښې کړي

او د څارنې یو نوی سیستم ېې را منځته کړیدی.

د جدې په ښار کې ېې د قوماندې او کنترول یو نوی مرکز پرانیستی چې د ناروغۍ د نویو پیښو د خپریدو مخه ونیسي او ناروغان په ګړندۍ توګه جلا او تداوي شي.

د سعودي عربستان د روغتیا سرپرست وزیر، عادل بن محمد فقیه وايي په سعودي کې د میرس ویروس نور کومه ستونزه نه ده.

موږ ټول اقدامات کړي دي چې حج دخپلو ټولو میلمنو لپاره خوندي کړو.

د ميرس ناروغي:

  • میرس د کوروناویروس له ډوله دی او له هماغې کورنۍ نه دی چې د سار ویروس ورپورې اړه لري چې په ۲۰۰۳ کال کې ېې په چین کې نژدې ۸۰۰ کسان ووژل

  • د میرس لپاره تراوسه کوم علاج یا واکسین نشته

  • تراوسه پورې په نړۍ کې د میرس ۸۰۰ پیښې لیدل شوي چې له ۳۰۰ نه ېې ډیر کسان وژلي دي

  • میرس د امریکا او برتانیې په ګډون ۲۰ نورو هیودو ته خپور شوی دی

  • د معلوماتو سرچینه: د اروپا د ناروغیو د مخنیوۍ او کنترول مرکز

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د میرس ویروس د عامې روغتیا لپاره یوه اندیښنه بولي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ویانده، رانا سیداني، وايي د دې ویروس د اصلي سرچینې، د خپریدو ډولونو په اړه او دا چې د خلکو د سلوک یا رویې کوم اړخونه

په دې ناروغۍ کې رول درلودلای شي، زموږ په پوهه کې ډیرې نیمګرتیاوې موجودې دي او ډیر شیان نه دې روښانه.

د حج په درشل کې، د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که خلک د خپل خوندي توب لپاره سم چلند ونه کړي کیدای شي دا ویروس بیا خپور شي.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې خلک دې د ټوخي کولو سمه طریقه او ښه شخصي نظافت په پام کې ولري، د اوښانو سره د نژدې تماس نه ډډه وکړي او همداراز د میرس په ویروس د اخته کسانو سره د نژدې تماس نه خان وساتي.

Image caption د جدې په بازار کې خینې خلکو د میرس ویروس نوم هم نه و اوریدلای

دا سازمان وايي چې حج ته د سفر نه مخکې دې خلک له اړوندو روغتیايي چارواکو نه مشوره واخلي.

د جدې د ښار په ګڼ بازار کې ځینو خلکو د میرس ویروس نوم هم نه و اوریدلای خو ځینو ځوانو کسانو ویل چې په ټولنیزو رسنیو او یو ټیوب کې ېې د حکومت د کامپین له امله ددې ناروغۍ په اړه خبر تیا موندلې.

یو سړي چې په بازار کې ېې د اوښانو له پوستکی څخه جوړ شوي بوټان رانیول وویل:

زه ډیر اندیښمن یم په تیره بیا کله چې په ګڼه ګوڼه کې ګرځم. نه پوهیږم ولې خلک احتیاطي تدبیرونه په پام کې نه نیسي.

دا سړی چې میسم نومیده او یو خپلوان ېې په روغتون کې د یوې ناروغۍ له امله بستري شوی و وویل:

زه ډیر اندیښمن یم ، ما اوریدلي چې په دې روغتون کې د میرس ویروس ناروغان هم تر علاج لاندې دي.

هغه وویل ویریږي چې خپلوان به یې په روغتون کې د میرس په ویروس اخته شي او یا کله چې دی د هغو لیدلو ته ورځي په ویروس به اخته شي.

هغه وویل نرسانو ورته د ساتنې لپاره ماسکونه او دستکلې ورکولې خو اصلي ساتونکی یواخې خدای دی.

ورته مطالب