"پاکستان اوافغانستان بايد پر تگلارو بيا غور وکړي"

قصوري
Image caption محمود قصوري وايي اوس په کابل او اسلام اباد کې د عمل کسان واکمن دي

له بي بي سي سره په خبرو کې د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير خورشيد محمود قصوري وايي اسلام اباد ته بايد دا مهمه نه وي چې په کابل کې د واک په گدۍ څوک کښيني.

له لاهوره په خبرو کې ښاغلي قصوري وويل:

"موږ ته توپير نه لري چې له دوی يې کوم یو ولسمشر کېږي، يا کوم بل وزير کېږي، ځکه دوی ټولو ته د پاکستان د ارزښت پته شته، او پاکستان ته له افغانستان سره د اړیکو ځکه پته شته، چې له ۱۹۷۹ کال راهيسې په افغانستان کې د ښکېلتيا له امله په پاکستان کې ویجاړي راغلې"

دغه پخوانى پاکستاني ديپلومات وايي پاکستان کې بدلون د افغانستان د چارو له امله دى.

" زموږ هېواد داسې نه و ، لکه چې شو، بمي چاودنې او زياتېدونکی فرقه يي تاوتريخوالی، دغه توندلاري چې راغلې، د شوروی اتحاد له يرغل وروسته د ضياء الحق تګلارې چې پلې کېدې، د هغو پايله کې راغلې، او نن یې پايله کې د پاکستان پوځ وزيرستان کې عملياتو ته اړ شوی، او زموږ پوځيان په کې شهيدانېږي، موږ بايد زده کړه ترې وکړو"

تگلارې

محمود قصوري وايي کابل او اسلام اباد بايد پر خپلو تگلارو بيا غور وکړي:

" د اړيکو ټينګښت په اړه که په ښکاره وايم، پر تګلارو بيا غور په کار دی، که دواړه هېوادونه يو د بل توندلارو ته پنا ورکړي، نو په دې سيمه کې ارامي نه شي راتلی.. د دې لپاره سختو پرېکړو ته اړتيا ده، ماته معلومه ده چې دا کوم اسانه کار نه دی، ځکه له ۳۵ کلونو راهيسې چې تګلارې غوره شوې، په يو دم نه بدلېږي، خو که په سټراټيژيک ډول فکر او تګلوري سم شي، نو دغه تګلارې بدلېدی شي، ماته ښکاري د پاکستان پوځ چې د افغانستان چارو په اړه مخامخ عمل کوي، هغوی پوه شوی دي"

د جنرال مشرف په واکمنۍ کې د بهرنيو چارو وزير محمود قصوري لومړي وزير نواز شريف او ولسمشر اشرف غني احمدزي ته په اشارې وويل دى په دې باور دى چې د عمل کسان اوس واکمن دي.

د ولسمشر احمدزي د لوړې په مراسمو کې د پاکستان ولسمشر برخه اخيستې وه.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په خپلې يوې وروستۍ وينا کې ويلي و چې تر بل هر چا ده پاکستان ته د دوستۍ ډېر لاس اوږد کړ خو له سياستوالو پرته نورو کړيو د هغه په وينا افغانستان کې سوله ونه غوښته.

ورته مطالب