بریتانیا ته د انسانانو قاچاق ډېر شوی

Image caption قرباني شویو ته په لومړي سر کې د دندو موندلو ژمنې ورکړل شوې

د ملي جرایمو ضد یوه بنسټ راپور وايي، بریتانیا ته ۲۷۰۰ کسان په قاچاقي توګه رسول شوي چې هلته ترې د غلامۍ په توګه ګټه اخیستل کېږي.

دغه سازمان وايي، تر اوسه ۲۷۰۰ کسان په ناقانونه توګه هلته قاچاق شوي او د غلامۍ کار ترې اخیستل کېږي.

یاد سازمان دا هم وايي، په دغو قاچاق شویو کسانو کې داسې کسان هم شته، چې د انټرنېټ له لارې پېژندل شوي او بریتانیا ته د رسولو خیال پلو ژمنې ورسره شوې دي.

په دغو کسانو کې ډېری د رومانیا دي، چې هېوادوال یې تر ډېره د پولنډ او بریتانیا له ښکېلاکه سر ټکوي.

څېړونکي وايي، دغه کسان په ناسمو تبلیغاتو تېر ایستل شوي، په تېره بیا هغه ماشومان چې له خپلو کورونو تر وتلو وروسته فاحشه خانو کې پاتې کېدو ته اړایستل شوي.

د ټولنیزې همکارۍ غوښتنه

د ۲۰۱۲ کال په پرتله د قاچاق شویو شمېر په تېر ۲۰۱۳ کال کې ۲۲ سلنه لوړ شوی دی.

په ۲۷۴۰۰ قاچاق شویو کسانو کې ۶۰۲ یې ماشومان دي.

د ملي جرایمو ضد بنسټ وايي، له قاچاق شویو ماشومانو د جنسي ګټې اخیستنې کچه له ۳۸ پېښو ۱۲۸ ته پورته شوې ده.

څېړونکو موندلې ده، چې ځینې کسان فحاشۍ، او په کورونو کې اجباري کارونو کولو ته اړایستل شوي، یا د ټولنیزو همکاریو کارونو ته له کومې مزدورۍ پرته اړ شوي دي.

راپور وايي، تر ډېره له پولنډیانو په کرنیزو، ودانیزو ، د کارخانو او موټر مینځلو په ځایونو کې په زور ګټه اخیستل شوې ده، خو تر ډېره د سلواکیا ماشومان ټولنیزو اجباري کارونو ته ورټېل وهل شوي.

ددغه راپور پربنسټ، په قرباني شویو کسانو کې د ختیځې اروپا وګړي هم دي، چې د قانوني دندو موندلو ژمنې ورسره شوې، خو په پای کې هېڅ نه دي ورسره شوي.

ځینې وخت بریتانیا ته مېرمنې له سړو سره یوځای په دې پلمه ځي، چې ګني د دوی ملګرې دي، خو هلته چې ورسېږي، فحاشي خانو ته بېول کېږي.

ځینې قرباني شوې ښځې د واده او یا د کار موندنې د اعلانونو په پلمه په پیسو اخیستل شوې دي.