د مایکروسافټ نوی چلیز سېسټم "وېنډوز۱۰"

د انځور حقوق AP
Image caption وېنډوز ۱۰ به کمپیوټر، تابلېت، ځیرک ټیلیفون او آن د اېکس باکس ګېم په څېر بېلا بېلو آلو کې د کارولو وړ وي.

د کمپیوټر او ټکنالوژۍ سترې کمپنۍ مایکروسافټ له خپل نوي چلیز سېسټم (آپرېټنګ سېسټم) وېنډوز ۱۰ پرده پورته کړه.

دغه نوی چلیز سېسټم به یې د وېنډوز ۸ ځای ونېسي.

وېنډوز ۱۰ به کمپیوټر، تابلېت، ځیرک ټیلیفون او آن د اېکس باکس ګېم په څېر بېلا بېلو آلو کې د کارولو وړ وي.

په لومړي ځل به پېرېدونکي وکړای شي چې دغه چلیز سېسټم مخامخ له انټرنېټه خپل کمپیوټر، تابلېت او یا هم موبایل ټیلیفون ته ښکته یا ډاونلوډ کړای شي.

مایکروسافټ په وېنډوز ۱۰ کې یو وار بیا د "سټارټ مینیو" تکمه ور اضافه کړې.

دغه تکمه د وېنډوز په اوسنۍ بڼه وېنډوز ۸ کې نه شته او ډیریو خلکو پرې نا خوښي ښوولې وه.

په نوې وېنډوز ۱۰ کې خورا نور نوي پروګرامونه هم اضافه شوي، ډيزاین یې هم یو څه بدل دی.

کاروونکي به وکړای شي چې پر خپل کمپیوټر د وېنډوز په کورپاڼه د خپل خوښې پروګرامونه پرېږدي او آن کولای شي د عکس بڼه یې کوچنۍ او غټه کړي.

مایکرسافټ ویلي په نوې وېنډوز کې یې د "سټارټ مینیو" تکمې ور اضافه کولو موخه دا وه چې له وېنډوز ۷ سره یې یو څه ورته والی ښکاره شي.

مایکروسافټ په خپلې اوسنۍ وېنډوز۸ کې خورا ډير تغیرات راوستي و چې ډیرې نيوکې پرې وشوې او د دې تر څنګ ځینو لویو کمپنیو د وېنډوز ۸ له کارولو لاس واخېست.

د فورېسټر کمپنۍ ډیوېډ جانسن په آند دا ډېره اړینه وه چې مایکروسافټ د وېنډوز نوې بڼه بازار ته وړاندې کړې وای.

نوموړی وايي ډير هغه مشتریان چې د وینډوز ۸ په کارولو خوښ نه وو وېنډوز ۱۰ ورته یو ښه وړاندیز دی او په دې سره به د مایکروسافټ تللي مشتریان بېرته راستانه شي.

د یوې نوې نظرپوښتنې د پایلو له مخې په ټوله نړۍ کې یوازې ۸ سلنه خلک په خپلو کمپیوټرونو کې وېنډوز ۸ کاروي.

د دې برعکس وېنډوز ۷ لا هم د نړۍ په ۵۰ سلنه کمپیوټرونو کې کارېږي او په ۲۴ سلنه کمپیوټرونو کې د وېنډوز اېکس پي بڼه کارول کېږي.

ورته مطالب