ایبولا تر امریکا ورسېده

د انځور حقوق AP
Image caption مخکې هم څو امریکان په ایبولا اخته شوي وو خو مخکې له دې چې امریکا ته دننه شي ناروغۍ په کې تشخیص شوې وه او تر جدي درملنې لاندې نیول شوي وو

د امریکا په تګزاس ایالت کې روغتیايي چارواکو تایید کړې چې یو کس په دالاس ایالت کې په ایبولا اخته شوی.

دغه ناروغ اته ورځې وروسته له هغه چې امریکا ته دننه شو وپیژندل شو او قرنطین شو.

اوس باید ټول هغه کسان چې په دې اتو ورځو کې د دغه ناروغ سره لیدنه کتنه کړې باید او پیژندل شي او تر څار لاندې ونیولی شي چې د دغې ناروغۍ د خپریدو مخه په امریکا کې ونیول شي.

د دغې ناروغۍ دا لومړنۍ پېښه ده چې په امریکا کې تشخیص کېږي مخکې له دې نه له امریکا بهر په څو امریکایانو کې دغه ناروغۍ لیدل شوې وه چې د جدي درملنې لاندې اونیول شول او له دې میکروب نه ژوندي وژغورل شول.

د ايبولا په اړه معلومات

  • د دغې ناروغۍ نښو کې تبه، وينه بهېدل او د اعصابو مرکزي نظام له منځه تلل شامل دي.
  • په دغه ويروس د اخته کسانو د مړينې کچه ۹۹ سلنې ته رسېدای شي، په داسې حال کې چې اوس دغه اندازه ۵۵ سلنه ده.
  • د ناروغۍ نښې د ۲ او ۲۱ ورځو دننه جوتېږي.
  • د ايبولا لپاره نه کوم واکسين پیدا کېږي او نه يې هم درملنه کېږي.
  • دغه ويروس په طبيعي ډول په ماښام څکالو (پتنګ ته ورته چې ماښام مهال الوځي) کې پیدا کېږي.

د امریکا دولتي روغتیايي چارواکی توماس فریدن خبریالانو ته وویل، دغه ناروغ له لایبریا نه متحده ایالاتو ته لس ورځې مخکې سفر کړی و او د ایبولا ناروغۍ هیڅ نښې په کې نه وې لیدل شوې.

خو د دغې ناروغۍ نښې څلور ورځې وروسته په دغه ناروغ کې ولیدلی شوې او اته ورځې وروسته له هغه چې امریکا ته د ننه شو په روغتون کې بستري شو او قرنطین کړی شو.

اوس د امریکا روغتيايي چارواکي په دې هڅه کې دي ټول هغه وګړي چې په دغو اتو ورځو کې د دغه ناروغ سره ناسته ولاړه کړې وپيژني او دغه وګړي به د دریو اونیو لپاره تر مراقبت لاندې ونیولی شي.

تر اوسه له ۳۰۰۰ نه ډير کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي چې ډیری په لایبریا کې وو.

دوه اونۍ مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افریقا په لویدیځ کې د ایبولا ناروغۍ خپریدل 'نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ' وګاڼه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د ایبولا ناروغۍ خپریدل 'د نړۍ امنیت ته یو ګواښ' وباله.

ورته مطالب