ترکیه د "اسلامي دولت" جګړه کې د ګډون پرېکړه کوي

Image caption د سوریې پر پوله ځینې ترکي ځواکونه د اسلامي دولت ډلې سره په نږدې واټن کې دي

د ترکیې پارلمان هغې طرحې ته رایه ورکوي چې د دوی ځواکونو ته به د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو پر ضد په عراق او سوریه کې د جګړې اجازه ورکړي.

دغه طرحه به بهرنيو ځواکونو ته هم اجازه ورکړي چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې مبارزه کې د ترکېې له خاورې کار واخلي.

استنبول کې د بي بي سي خبریال مارک لوین په دې اړه وايي:

که دا طرحه په پارلمان کې تصویب شي نو له مخې به یې ترکیه د ترهګرو سازمانونو د له منځه وړولو په خاطر خپل ځواکونه بهر استوي.

د طرحې له مخې به امریکا د هوايي بریدونو لپاره د ترکیې په سوېل کې د لویې پوځي اډې د کارولو اجازه تر لاسه کړي.

که دغه طرحه تصویب شي نو حتمي نه ده چې ترکیه دې خپل ځواکونه عراق او سوریې ته واستوي خو دا اجازه به ولري چې خپل ځواکونه په یو اړخیزه ډول او یا هم د امریکا په مشرۍ ایتلاف کې وګوماري.

تر دې وړاندې ترکیې د خپلو هغو ۴۶ اتباعو له امله چې اسلامي دولت ډلې برمته کړي وو د نوموړې ډلې پر ضد په جګړه کې له برخې اخیستلو ډډه کوله.

خو کله چې دغه کسان خوشې شول نو انقرې خپله تګلاره بدله کړه.

پر ترکیې د امریکا له خوا خورا ډېر فشار اچول شوی و چې د ناټو دغه غړی هېواد دې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه کې برخه واخلي.

خو ترکیه به په دې برخه کې له احتیاطه کار اخلي ځکه چې له عراق او سوریې سره د خپلو پولو له امله زیانمنېدونکې ده.

د اسلامي دولت ډلې جنګیالي د ترکیې او سوریې ترمنځ پر پوله په سوریه کې له ترکي ځواکونو سره نږدي په لږ واټن کې دي او عثماني مقبره یې په کنترول کې ده.

انقره وېره لري او د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو پر ضد په ډاډه زړه له کردانو سره چې سنتي دښمنان یې دي مرسته نه شي کولای.

ترکیه د اسلامي دولت ډلې پرضد په جګړه کې مهمه ګڼل کېږي خو دا چې په دې جګړه کې به تر کومه بریده ونډه واخلي لا څرګنده نه ده.

ورته مطالب