د آی ایس آی نوی مشر او سیمه کې د سولې هیلې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ځینې په دې اند دي چې جنرال اختر (کيڼ لاس) پاکستان ته سخت دریځي له هند نه هم ستر ګواښ بولي.

د پاکستان پوځ د دغه هېواد لانجمنې څارګرې ادارې آی ایس آی ته ډګر جنرال رضوان اختر د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی اختر د ترهګرو ضد عملیاتو کې تجربه لري او داسې انګېرل کېږي چې دی "یو مسلکي پوځي" دی. خو لکه څرنګه چې زموږ خبریال راپور ورکوي، پوښتنه دا ده چې آیا دی به د پاکستان دننه امنیت تامین کړای شي.

د پوځ له مشره وروسته د آی ایس آی د مشر په توګه ډګر جنرال اختر په پوځ کې او ځینې وايي ان په ټول هېواد کې دوهم تر ټولو پیاوړی کس دی.

ښاغلی اختر داسې مهال دغه څوکۍ ته ګومارل کېږي چې په سیمه ایز امنیت او هېواد دننه سیاسي حالاتو کې مهم بدلونونه راغلې دي.

نوموړی په ۱۹۸۲ کال کې د سرحدي ځواکونو لیکو ته وګومارل شو. او له سرحدي ځواکونو د آی ایس آی د مشرۍ څوکۍ ته لار موندونکی پرله پسې شپږم پوځي دی. ویل کېږي چې نوموړی پیاوړې علمي او عملي سابقه لري.

د پوځ د عامه اړیکو د څانګې په وینا، جنرال اختر د کوټې له (کمانډ او سټاف) کالج او په اسلام اباد کې د دفاع د ملي پوهنتون نه فارغ شوی دی.

نوموړي همدا راز د امریکا د پنسلوانیا په پوځي پوهنتون کې هم زده کړې تر سره کړې دي.

سیاسي موخې نه لري

ښاغلي اختر په سوېلي ښار کراچۍ او شمال لوېدیځ لور قبایلي سیمو کې چې دواړو کې اورپکي، مذهبي او توکمیز توندلاري او نورې جرمي کړۍ فعالې دي یې د ترهګرو ضد عملیاتو په برخه کې مهمې دندې پر مخ وړې دي.

ځکه نو، ډېری په دې اند دي چې نوموړی د آی ایس آی چې نه یوازې په پاکستان کې بلکې د سوېلي اسیا په پراخو سیمو او نورو ځایونو په امنیت کې مرکزي رول لري د مشر دندې پر مخ وړلو لپاره په کافي اندازه تجربه لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په عمومي ډول آی ایس آی په ټولنه کې ډېر څرګند رول لوبوي، ځینې وخت په سیاست کې هم ښکېلېږي.

د نوموړي له ګومارېدو وروسته عادي نظریات ورکړل شوې دي. د یوې ورځپاڼې رپوټ کې راغلي "دی یو مسلکي پوځي دي"، بله ورځپاڼه وايي "هغه په بشپړ ډول یو پوځي دی او هیڅ راز سیاسي موخه نه لري".

د رویټرز خبري اژانس د یوې پوځي سرچینې له خولې وايي جنرال رضوان "یو خورا پاک او سیخ سړی دی. هغه د کراچۍ په څېر یو ځای کې چې د سیمه ایزو جګړو او سیاستونو ستونزې لري په بې پرې او غېر سیاسي ډول دنده تر سره کړې ده".

ډېری په دی اند دي چې نوموړی د یو نوي نسل د پوځیانو له ډلې دی چې له تاریخي سیال هند نه هم سخت دریځي ملي امنیت ته ستر ګواښ بولي.

د نوموړي په اند داسې انګېرنې هم شته چې دی د ملکي سیاست پر بهیر باوري دی چې په کې د پوځ رول د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې د هېواد دفاع ته محدود وي.

دغه ډول ډېری خبرې د امریکا په پوځي کالج کې د ستراتېژیکو زده کړو پر مهال د نوموړي د ډاکټرۍ د دیپلوم د تیسس چې ده په ۲۰۰۸ کال کې لیکلی و په اساس کېږي.

خو د پاکستان په څېر په یوه هېواد کې چې د پوځي کودتاو تاریخ لري، دا خبرې یوازې مثبت فکر بللی شو چې یو ځانګړی پوځي افسر به د ملکي حکومت د بې ثباته کولو په موخه په سیاسي مسلو کې لاسوهنه نه کوي.

په جنجالونو کې ګېر

نوموړی به پر ۸ نومبر د تقاعد کېدونکي ډګر جنرال ظهیرالاسلام نه د آی ایس آی د مشرۍ دنده تر لاسه کوي. جنرال رضوان به د یوې داسې دندې مسولیت ولري چې کارونه او تګلاره به یې تر ډېره د ده شخصي ځانګړنې یا باورونه نه بلکې دا چې هېواد کې پوځي که ملکي حکومت واکمن دی ټاکي.

د مثال په ډول د جنرال ضیاالحق د ۱۹۷۷-۱۹۸۸ پوځي رژیم پر مهال د حکومت او آی ایس آی تر منځ ستونزې نه وې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جنرال اختر به د لومړي وزیر نواز شریف پر ضد روانو لاریونونو ته په کومه سترګه ګوري.

خو له دې وروسته کلونو کې چې کله ډېموکراسي بېرته راغله نو پوځ او د آی ایس آی مشران په ګڼو جنجالونو کې ښکېل شول چې په کې یو سیاسي اتحاد، د باور د خوځښت پر مهال د پارلمان غړو ته د پېسو ورکولو یوه دسیسه او په ټاکنو کې درغلۍ شاملې دي.

په ۱۹۹۹ کال کې چې کله جنرال پرویز مشرف کودتا وکړه نو آی ایس آی او پوځ بیا له صحنې لرې شول. خو د جنرال مشرف له تلو وروسته آی ایس آی یو ځل بیا څرګنده شوې ده.

د بېلګې په ډول، د جنرال احمد شجاع پاشا نوم په سرلیکونو کې هغه وخت ځای وموند چې ده په ۲۰۰۸ کال پر ممبی ښار له بریدونو وروسته د خپل حکومت له خوا هند ته د تلو او له هندي چارواکو سره د برید په اړه د استخباراتي مالوماتو د شریکولو امر و نه مانه.

نوموړی د بهرنیو سفرونو په اړه د مالوماتو د راټولولو په برخه کې چې وروسته بیا د (مېمو ګېټ) جنجال په نوم وپېژندل شو، هم مهم رول لاره. د مېموګېټ په جنجال کې د پاکستان پر ملکي حکومت داسې تورونه پورې شوې وو چې ګواکي دوی د ولسمشر اصف زرداري د حکومت (۲۰۰۸-۲۰۱۳) پر وړاندې د پوځي کودتا د مخنیوي لپاره له امریکا مرسته غوښتې ده.

او تر ټولو ډېر د یادونې وړ پېښه په کې پاکستان کې د ده تر څار لاندې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له لورې د اسامه بن لادن وژل وو چې د پاکستان پوځ یې له ستر شرم سره مخامخ کړ.

د جنرال پاشا پر ځایناستي جنرال ظهیرالاسلام داسې تورونه دي چې د اوسني حکومت ضد لاریونونو په سمبالولو کې لاس لري ځکه لومړي وزیر نواز شریف د یوه داسې ځايي تلویزیوني چینل ملاتړ کړی چې پر جنرال اسلام او د آی ایس آی پر نورو چارواکو یې د اپریل پر ۱۹مه د دغه چینل د یوه خبریال د ویشتلو تور لګولی و.

د سخت دریځۍ ضد تګلاره

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډېری به له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو د پلان پر وړاندې د جنرال اختر ستراتېژي ارزوي.

ډېری وايي ښايي جنرال رضوان اختر هم ورته تګلاره خپله کړي.

نوموړی داسې مهال کار پیلوي چې یو ملکي حکومت په واک کې دی او لا له وړاندې د دوو اپوزیسیون ډلو له خوا محاصره شوی دی.

او تر څنګ یې بله مهمه خبره په نږدې راتلونکې کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پلان دی. د پاکستان د نیشن ورځپاڼه پوښتنه کوي، نو "د بهرنیو ځواکونو وتل به په افغانستان کې د لاسوهنې او د طالبانو په اړه د آی ایس آی دریځونو ته په څه مانا وي؟"

دغه ورځپاڼه د تېر کال هغه جنجال ته اشاره کوي چې جنرال اختر په کې په کراچۍ کې د سند ایالت د نیمه پوځي ځواکونو د مشر په توګه د دغه هېواد سترې محکمې ته شاهدي ورکړه چې د ناټو یوه کښتۍ وسله او مهمات په کراچۍ کې ورک شوې دي.

آیا دا خبره په دې مانا وه چې ګواکې امریکا په کراچۍ کې یاغیانو ته وسلې ورکوي؟ یا په دې مانا وه چې د کراچۍ یوه اغیز لرونکي کس دغه وسلې د خپلې ګټې لپاره پټې کړې؟ هغه مهال ډېرو سترې محکمې ته د جنرال اختر شاهدي په کراچۍ کې د متحده قومي مومنټ (ایم کیو ایم) پر ګوند یو ډول تور بللی و.

څو ځلې داسې تورونه لګول شوي، که څه هم ثابت شوې نه دي، چې جنرال اختر د ایم کیو ایم د هغې ډلې چې ویل کېږي په وسلو سمبال دي د مخنیوي لپاره له طالبانو سره په ګډه کار کړی دی.

ځکه نو ښايي آی ایس آی بیا هم په سیاست کې ښکېله پاتې شي خو د جنرال اختر کړنې به د سخت دریځو ضدې ستراتېژۍ د پلي کېدو په رڼا کې چې پاکستان کې دننه امنیت ټینګ کړي، و ارزول شي.

د ښه امنیت په صورت کې به په سیاست کې د پوځ لاسوهنې ته اړتیا کمه شي او د پوځ اوږد مهاله ګټې او واک به له خطر سره مخامخې شي. داسې یوه حالت ته په پام سره به د جنرال اختر د سخت دریځو ضده ستراتیژي له ننګونو سره مخامخه وي.

ورته مطالب