امریکا پر عربستان د ۱،۷۵ میلیارد ډالرو وسلې پلوري

د انځور حقوق
Image caption په دغې معاملې کې ۸۴ ایف ۱۵ جنګي جیټ الوتکې او شاوخوا ۱۴۰ اپاچي او بلک هاواک څرخي الوتکې شاملې دي.

د امریکا د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې ويلي، د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان ته د ۲۰۲ پاپریوټ توغندیو پر ورکولو سلا شوی دی.

سرچینه وايي، په دې معامله کې به سعودي ته نور توغندي هم ورکړل شي، چې د ټول ټال معاملې ارښت ۱.۷۵ میلیارد ډالر اټکل شوی دی.

یادې سرچینې په یوه خبرپاڼه کې ویلي "ددغې معاملې هدف د دولت د دفاع پیاوړي کول دي، چې د هېواد په اقتصادي غوړېدو او په سیمه کې پر سیاسي ټیکاو هم څرګنده اغېز کولی شي."

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې دا ګام په سیمه کې د یوې موازي قوې د رامنځ ته کولو په هدف نه دی اخیستل شوی.

سعودي عربستان د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، په سوریه کې به د اسلامي دلت پروړاندې د امریکا په مشرۍ په نړیوال ایتلاف کې او بمباریو کې ګډون وکړي.

د سعودي رسمي خبري اژانس ویاند ویلي "د سعودي عربستان شاهي هوايي ځواکونو پ هسوریه کې د اسلامي دولت "داعش" پروړاندې بمباریو کې پوځي برخه اخیستې ده، چې هدف یې د ترهګرۍ له منځه وړل دي. په سوریه کې به د منځلارو مخالفینو لاسنیوی هم وشي."

د امریکا په مشرۍ د "اسلامي دولت" پروړاندې نړیوال ایتلاف له تېر اګست راهیسې په عراق کې تر ۲۳۰ ډېرې بمبارۍ کړې دي.

ددغو عملیاتو لمن د تېرې سپتمبر پر دوه ویشتمه سوریې ته هم وغځېده.

په سوریه کې د "اسلامي دولت" ډلې پرضد په دې عملیاتو کې سعودي، اردن، بحرین او قطر هم برخه لري.

د انځور حقوق AP
Image caption "اسلامي دولت" ډلې د عراق او سوریې په شمال ختیځو او ختیځو سیمو کې مهم ښارونه نیولي دي.

"اسلامي دولت" ډلې د عراق او سوریې په شمال ختیځو او ختیځو سیمو کې مهم ښارونه نیولي دي.

په ۲۰۱۰ کال کې، د ولسمشر اوباما ادارې ویلي وو، پر سعودي عربستان د پوځي وسایلو د پلورلو تر ټولو سترې معاملې ته چمتو ده، چې ارزښت یې شاوخوا ۶۰ میلیاردو ډالرو ته رسیږي.

په دغې معاملې کې ۸۴ ایف ۱۵ جنګي جیټ الوتکې او شاوخوا ۱۴۰ اپاچي او بلک هاواک څرخي الوتکې شاملې دي.

ددې معاملې له مخې، به د سعودي د سمندري ځواک د پرمختګ او بالستیک توغندیو دفاعي چارې هم شاملې وي.

ورته مطالب