د امریکا د پټو پولیسو مشرې استعفا وکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption پیرسون منلې ده، چې سپینې ماڼۍ ته په وروستیو کې د یوه سړي ورتګ پېښې د پټو پولیسو د امنیتي پلان نیمګړتیا په ګوته کوي.

د امریکا د پټو پولیسو مشرې، چې د دغه هېواد د ولسمشر ساتنه یې هم پر غاړه وه، له یولړ لویو تېروتنو وروسته استعفا کړې ده.

جولیا پیرسون د چارشنبې په ورځ خپله استعفا د امریکا د داخلي امنیت وزیر ته ورکړې.

د سپینې ماڼۍ د ساتنې یو مخکینی مامور جوزیف کلینسي د آغلې پیرسون د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی.

د سپتمبر په ۱۹، یو اعتراض کوونکی په سپینه ماڼۍ کې ډېر وړاندې تللی و، هلته چې د ولسمشر کورنۍ اوسیږي. دغې پېښې د سپینې ماڼۍ د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپورته کړې وې.

آغلې پیرسون د سې شنبې په ورځ، د ولسي جرګې د څارنې کمېټې ته ورغوښتل شوې وه، خو چې د کانګرس د غړو سر یې خلاص نه شو کړای، استعفا ته اړایستل شوه.

په کمېټه کې پرهغې ډېرې نیوکې وشوې، چې سپینې ماڼۍ ته دغه کس څرنګه ځان رسولی و.

په یوه اعلامیه کې د کورني امنیت سلاکار جېه جانسن لیکلي "نن، د امریکا متحدو ایالتونو د پټو پولیسو مشرې جولای پیرسون، خپله استعفا وړاندې کړې ده، او ما یې استعفا ومنله."

"زه د ولس لپاره د پټو پولیسو د مشرې په توګه د هغې ۳۰ کلن ځانګړی خدمت ستایم. "

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د آغلې پیرسون خدمت ستایلی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption آغلې پیرسون تر استعفا اعلانولو وروسته، له یوې رسنۍ په خبرو کې ویلي "پوهېږم چې کانګرس په سازمان کې زما د مشرۍ پر وړتیا باور بایللی."
د انځور حقوق Reuters
Image caption په کمېټه کې پرهغې ډېرې نیوکې وشوې، چې سپینې ماڼۍ ته دغه کس څرنګه ځان رسولی و.

آغلې پیرسون تر استعفا اعلانولو وروسته، له یوې رسنۍ په خبرو کې ویلي "پوهېږم چې کانګرس په سازمان کې زما د مشرۍ پر وړتیا باور بایللی دی. "

پیرسون منلې ده، چې سپینې ماڼۍ ته په وروستیو کې د یوه سړي ورتګ پېښې د پټو پولیسو د امنیتي پلان نیمګړتیا په ګوته کوي.

د سپتمبر پر ۱۹، یو شکمن ۴۲ کلن عمر ګونزالیس د سپینې ماڼۍ له ازغنو سیمو ورتېر او چړه په لاس د ولسمشر اوباما د اوسېدو ځای ته رسېدلی و.

ګونزالیس پر دې پړ بلل شوی، چې ممنوعه سیمې او ودانۍ ته ولې له چړې سره ننوتی دی.

څارنوال ویلي، عمر سپینې ماڼۍ ته د یوه پرانیستي وره له لارې ننوتلی، او ژر له ساتونکي تېر شوی او تر نیول کېدا مخکې یوې خونې ته رسېدلی.

Image caption عمر ګونزاليس سپینې ماڼۍ ته له چړې سره ننوتلی و.

سپینې ماڼۍ ته د ګونزالیس د ننوتلو پرمهال اوباما او کورنۍ یې سپینه ماڼۍ کې نه وو، بلکې په یوه چورلکه کې لس دقیقې مخکې وتلي وو.

دا د پټو پولیسو د کاري نیمګړتیاوو وروستۍ بېلګه ګڼل شوې ده، چې تر ډېره یې دنده د ولسمشر او د هغه د کورنۍ ساتنه ده.

د سپتمبر پر ۱۶، په اتلانتا کې د زینو ختلو پرمهال له یوه وسله وال کس سره مخامخ شو.

د امریکايي قوانینو له مخې، د پټو پولیسو مامورینو ته یوازې د ولسمشر د موجودیت پرمهال د وسلو ورکولو اجازه ورکړل شوې، او له نورو ټولو نه وسلې اخیستل کېږي.